هغه نجونې چې د افغانستان ویاړ دي

د فوربز اقتصادي مجله هر کال د خلاقو او کارزېږو ځوانانو نوم‌لړ خپروي چې په اسیا کې به په راتلونکي کې رهبران وي.

دا نوم‌لړ د ۲۳ سیمه‌ییزو او اسیايي هېوادونو نه د ۳۰۰ په شاوخوا د کارزېږو او بسنټګرانو ځوانانو وي چې عمرونه یې له ۳۰ کلونو ټیټ وي.

سږکال په‌دې نوم‌لړ کې د ۳ افغان نجونو نومونه هم راغلي چې د عادي خلکو د ژوند د بدلولو هڅه کوي.

د افغانستان د رهبرۍ بنسټ بنسټګر

۲۹کلنه شبانه بسیج راسخ، د افغانستان د رهبرۍ بنسټ بنسټګره

شبانه یو انسان‌دوسته ځوانه رهبره ده چې د افغانستان رهبرۍ په نامه د یو غیرانتفاعي ښوونځي بنسټ یې اېښی دی. دا ښوونځی نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابروي. اغلې راسخ سږکال د فوربز مجلې له ۳۰کلونو نه په کم‌عمرو کارزېږوونکیو کې راغلې ده.

سوله (د افغانستان د رهبرۍ ښوونځی) لومړی بنسټ دی چې نجونو ته یې لیلیه او د ژوند نور امکانات برابر کړي‌دي. هغه د نجونو د زده‌کړو نړۍوال کمپاین سفیره، د تدیکس ویانده، په ۲۰۱۴ کال کې د نشنل جیوګرافیک مجلې لرغون‌پوهه او په ۲۰۱۴کال کې د سي. اېن. اېن انټرنشنل له لوري د ښځینه رهبرانو په ډله کې وپېژندل شوه.

د چارمغز(په میني‌بس کې د انټرنټي کتابخانې) بنسټګره

۲۷کلنه فرشته کریم د چارمغز(په میني‌بس کې د انټرنټي کتابخانې) بنسټګره

هغه د افغانستان تر ټولو محرومو ماشومانو ته کتابونه راوړي او نور زده‌کړه‌ییز مواد ورته برابروي.

فرشته په اکسفورډ کې له لوړو زده‌کړو وروسته افغانستان ته راستنه شوه او د چارمغز بنسټ یې کېښود چې له هغه نه د انسان د مغز یا د چهارمغز مېوې معنا ورنه اخېستلی شو.  

د افغانستان په جنګ‌ځپلي هېواد کې چې ډېر کم خلک یې زده‌کړو ته لاس‌رسی لري؛ میني‌بس په منظم ډول په کابل ښار کې ګرځي راګرځي او د علم رڼا هغو ماشومانو ته رسوي چې جنګ، تیارو، بې‌وزلۍ، بې‌ثباتۍ او فساد یې ژوند ځپلی وي.

د افغانستان د عدلي علومو او خدماتو بنسټ د پروګرامونو مدیره

۲۶کلنه تمنا عاصي، د افغانستان د عدلي علومو او خدماتو بنسټ د پروګرامونو مدیره

اغلې تمنا ډاکټره ده او د افغانستان د عدلي علومو او خدماتو بنسټ د پروګرامونو مدیره ده.

هغې له ۲۰۱۶کال راهیسې په افغانستان کې د بکارت معاینې د غیرعلمي او غیراخلاقي کار پر وړاندې کمپاین پيل کړ.  

اغلې عاصي د عمومي سطحې د لوړاوي او د قربانیانو د ساتنې په برخه کې څېړنې وکړې او ډېر مدافع وکیلان یې وځورول.

د تمنا ډله‌ییز کارونه د دې سبب شول چې په ۲۰۱۷کال کې د بکارت معاینات جرم او غیرقانوني عمل وګڼل شي. د روغتیا په برخه کې د اغلې تمنا کارونه هغه هڅې وې چې هغه یې د فوربز مجلې د سږکال له ۳۰کلونو کم‌عمرو اغېزلرونکیو ځوانانو په کتار کې ودرلوله.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام