د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو بنسټ «له طالبانو سره د دولت د سولې خبرو په اړه د خلکو لید » په نوم نوې نظر پوښتنه خپره کړه.
د دې نظر پوښتنې پر بنسټ ۷۰ سلنه خلکو ویلي دي، چې د افغان سولې په اړه روانې هڅې ناکامه دي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو بنسټ دغه نظر پوښتنه په بادغیس، بامیان، بدخشان، بلخ، پکتیا، جوزجان، زابل، غزنی، غور، کابل، کندهار، کندز، ننگرهار، هلمند او نیمروز ولایتونو کې له ۱ زرو ۵۴۰ تنو سره د مرکو له مخې چمتو کړې ده.
د دې بنسټ د چارواکو په وینا هغو کسانو چې په دې نظر پوښتنې کې ونډه درلوده ۴۹،۷سلنه یی ښځې او ۵۰،۳ سلنه یې نارینه دي؛ چې له دې ډلې یوازې نیږدې ۲۹ سلنه یې له طالبانو سره د سولې په راوستو کې د حکومت هلې ځلې بریالی بللي دي.
۲۵ سلنه نور یې بیا اندیښنه لري چې، د سولې په خبرو کې به د دوی پر حقو به معامله وشي، شل سلنه یې په هېواد کې د سولې په راتلو باوری نه دي او ۱۴،۳ سلنه یې بیا اندېښنه لري، چې د سولې په خبرو کې به اساسي قانون ترپښو لاندې شي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز غړی غلام رضا ابراهیمي په دې اړه وویل، چې د دې نظر پوښتنې ۳۴ سلنه ګډونکونکو دولت ناتوانه او فاسد بللی چی له امله د سولې د راوستلو مخه ډب شوې ده.
همدا ډول په دې نطر پوښتنه کې د سولې د راوستلو د مخنیوي پړه ۲۰ سلنه پر طالبانو ۱۱ سلنه په قوم پالنې ۱۱ سلنه پر بې سوادۍ او نادارۍ ۸ سلنه د زورواکو مافیايي کړیو او نشه یي توکو د قاچاق کوونکو پر موجودیت او ۶ سلنه یې د بهرنیو ځواکونو پر شتون وراچولی ده.
له دې شمېره ۷۰ سلنه مرکوونکو ویلي دي، چې دولتی چارواکي د سولې د بهیر په اړه له طالبانو سره د نظریووالی نه لري او ۸۶ سلنه نور بیا د سولې د راوستو په برخه کې د زیاتو خلکو رول شاوخوا ۵۴ سلنه بولي.
بل خوا د دې بنسټ غړي حسین علی کریمي وایي، چې ۶۲ سلنه ګډونکونکي ټینګار کړی چې د سولې په بهیر باید دښځو ونډه ۳۴ سلنه وې او شا وخوا ۶۰ سلنه بیا په دې باوردي، چی وروسته د سولې له ټینګښت څخه به د ښځو په وضعیت کې منفي بدلون راشی.
کریمې زیاته کړه، چې ۷۷ سنله خلکو د طالبانو کړنې غندلي دي او ۶۳،۳ سلنه خلک بیا طالبانو ته د دښمنو ترهګر او د مزدور په نومونو یاد کړي دي.
د افغانستان د استراتیژیکو مطالعاتو د نظر پوښتنې په یوه برخه کې بیا دوه سلنه خلکو طالبان مجاهدین بللي دي.
په دې نظر پوښتنې کې راغلي دي، چې ۴۸ سلنه ځواب مرکه کوونکي په دې باوردي، چی پا کستان د ا فغانستان له جګړې او نا امنیو ګټه پورته کوي او دا باور د امریکاو نورو غربي هېوادونو په اړه ۲۰ سلنو او د فاسدو چارواکو په اړه ۱۷ سلنه ته رسیږي.
د دې نظر پوښتنې پایلې په داسې حال کې نشریږي چې له طا لبانو سره د مخامخ خبرو نېټه څو ځله د نا څرګند علت له مخې ځنډېډلې ده.





