کندهار کې ټرافيکي پېښې ۱۶ کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل

یوه «۴۰۴» ډوله مسافروړونکي موټر او یوې مازدا نن سهار ۶ بجې د کندهار ژړۍ او میوند ولسوالیو ترمنځ په «حوض مدد» سیمې کې ټکر وکړ چې له کبله یې ۴۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز سلام وطندار ته وویل چې په یادې پېښې کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

ویل کېږي، ۴۰۴ ډوله موټر له هلمنده، کابل ته او مازدا موټر هم له کندهاره، هلمند ته پر لاره وو چې ټکر یې وکړ.

د عزیز په وینا، د یادې پېښې ټپیان د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې د ۲ هغو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی‌دی.

کندهاریان هم دا ډول ټرافیکي پېښو اندېښمن کړي او وايي، په سهیلي او سهیل لویدیځ ولایتونو کې د جګړې تر قربانیانو، د ټرافیکي پېښو قربانیان ډېر دي چې باید ورته پام وشي.

د کندهار اوسېدونکیو اغاولي باراني او محمد مجروح په‌دې اړه سلام‌وطندار ته وویل چې موټر چلوونکي نشه‌يي توکي کاروي او د کندهار ـ کابل او کندهار ـ هرات لویو لارو سړکونه هم کنډ و کپر دي او همدا لامل دی چې ډېر کله پر یادو لارو ټرافیکي پېښې کېږي.

دوی له ټرانسپورټي شرکتونو غواړي چې د نشه‌يي توکیو کارونکیو پرځای، سم موټر چلوونکي وګوماري. یاد کسان له حکومته هم غواړي چې ژر تر ژره دې یادې لویې لارې جوړې کړي.

خو کندهار کې د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولان او د ټرافیکو مدیریت وايي چې له هر موټرچلوونکي لومړی ازموینه اخلي، بیا یې د روغتیايي وضعیت معلومولو له‌پاره عامې روغتیا ریاست ته ورپېژني او تر یوه اوږده بهیر وروسته یې پر دندو ګوماري.

د دوی په باور، پر لویو لارو د پلونو خرابوالی او د ماینونو چاودنو له کبله د سړکونو خرابوالی، د دا ډول پېښو اصلي لاملونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل ـ کندهار او کندهار ـ هرات لویو لارو ترڅنګ د هېواد پر یو شمېر نورو لویو لارو ګڼ شمېر ټرافیکې پېښې شوي چې له کبله یې سلګونه هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام