هرات کې د کورونا ويروس له کبله د يو کس مړينه حقیقت نه لري

د هرات روغتیايي مسوولانو هغه ګونګوسې رد کړې چې په کورونا اخته یو ناروغ مړ شوی دی.

لوېدیځه حوزه کې ناروغیو ته د ځواب او نظارت برخې مسوول احمد امیرنژاد وايي، د روغتیايي ټیم له خوا شوې څېړنې ښيي چې دغه ولایت کې مړ شوی کس د نفس تنګۍ له کبله چې کلونو راهیسې پرې اخته و، مړ شوی دی.

 نوموړي وویل، یاد کس په کورونا ویروس نه و اخته او نه هم ایران ته تللی و.

 تېره ورځ ټولنیزو رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې له ایرانه په تازه‌ګۍ سره هرات ته ستون شوی یو کس د کورونا ویروس د شکمنو  علایمو په درلودو ژوند له لاسه ورکړی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام