
د هلمند سولې کاروان غړي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې له کابل د بلخ په لور حرکت کړی وايي، له طالبانو سره د لیدو لهپاره د بغلان ولایت ډنډغوري ولسوالۍ ته ځي.
د دې کاروان رییس اقبال خیبر سلاموطندار ته ویلي، دوی به له طالبانو سره د لیدنې پرمهال له هغوی وغواړي چې جګړه پرېږدي او د سولې خبرې اترې پیل کړي.
په همدې حال کې د بغلان یوشمېر ښځې د دې کاروان له غړیو د ملاتړ ترڅنګ، له طالبانو غواړي چې د هغوی غوښتنې دې ومني او له جګړې دې لاس واخلي.
د هلمند سولې کاروان د رییس په وینا، دوی به ډنډغوري کې د سیمې له اوسېدونکیو، قومي مشرانو او وسلهوالو طالبانو سره د لیدو پرمهال هېواد کې د جګړې پایته رسولو په اړه د هغوی نظریات هم واوري.

بلخوا د یاد کاروان غړی حاجي محمد نېکزاد وايي، هېواد کې د دین او جهاد په نوم روانه جګړه پردۍ او د نورو موخو لهپاره ده. د ده په وینا، ګاونډي هېوادونه د افغانستان په ناورین کې دخیل دي او افغانان یې باید د پایته رسولو لهپاره په ګډه کار وکړي.
د بغلان اوسېدونکې بيبي ګل چې د دې کاروان له غړیو سره یې لیدلي وایي، روانې جګړې کې یې څو خپلوان له لاسه ورکړي او باید پای ومومي.
نوموړې پر وسلهوالو طالبانو هم غږ کوي چې هېواد کې د افغانانو وینې تویول بس کړي او د هلمند سولې کاروان غوښتنې ومني.
ټاکل شوې د هلمند سولې کاروان غړي د بغلان ډنډشهابالدین کې له وسلهوالو طالبانو سره تر لیدو وروسته، کندوز او بیا بلخ ولایتونو ته لاړ شي او هلته هم له حکومتي چارواکو، عامو خلکو او وسلهوالو طالبانو سره وګوري او ترې د جګړې پایته رسولو او سولې خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړي.





