.jpg)
سره له دې چې ملي دفاع وزارت په کابل کې د خبري غونډې پرمهال وویل، د دشتارچي ولسوالۍ دفتاني کلي پر اخندزاده مدرسې برید افغان هوايي ځواک کړی دی؛ خو یوې معتبري حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته ویلي، دغه برید امریکايي ځواکونو کړی دی.
د سرچینې په خبره، دغه برید په پوره دقت شوی او تېرو ۱۰ لسو کلونو کې بېساری و.
په وینا یې، دغې غونډې ته له افغانستان له بېلابېلو ولایتونو او پاکستانه د طالبانو لوړپوړي مشران ورته راټول شوي وو، چې امریکانو پرې هوايي برید وکړ.
سرچینې وویل، په کومه سیمه چې برید شوی دا د ترهګرو د ښوونې او روزنې یو مهم مرکز و. سرچینې دا هم وویل، کوم کسان چې د ولسي خلکو په نوم وژل شوي اصلا طالبان دي.
په ورته وخت کې په افغانستان د امریکايي ځواکونو ویاند کول لیسا ګارسیا دغه خبر ردوي او وايي، امریکايي ځواکونو په دې برید کې رول نه درلود.
بلخوا د هېواد په شمال ختیځ کې د اردو د ۲۰ فرقې قوماندان جنرال مرتضا سلاموطندار ته وویل، دا برید د افغان هوايي ځواک څرخکو کړی دی.
جنرال مرتضا وايي، طالبانو له دې مخکې هم د پګړۍ مراسمو په پلمه غوندې جوړولې او په دې توګه به یې د خپلو مشرانو ډلهییزې غونډې له هوايي بریدونو خوندي ساتلې.
دفتاني کلی د دشتارچي ولسوالۍ مرکز سویلي لوېدیځ په ۴ کیلومترۍ کې پور دی. دا کلي ځانګړي ستراتیژیک موقعیت لري چې نه یوازې د کندوز مرکز بلکې خواجه غار ولسوالۍ ته هم لارې لري.
طالبانو د خلکو په مرسته په دفتاني کې ښارګوټی جوړ کړی او د ځايي اوسېدونکیو اړتیاوې هم د طالبانو د ولکې لاندې له همدې بازاره پوره کېږي. د برید لاندې نیول شوې مدرسه د همدې بازار په یو کیلومتره کې پرته ده.
.jpg)
طالبان له ۹ کالو راهیسې پر دفتاني سیمې کنټرول لري او د دفتاني بازارګی د دې ډلې تر د عوایدو مهمه سرچینه ګڼل کېږي.
د اخوندزاده مدرسې له بریده وروسته ډېر غبرګونونه راوپارېدل او ډېرو دا حمله پر ملکيانو نه توجیهې کېدونکې هغه وبلله.
خو د پوځي چارو شنونکي پهدې باور دي چې په مدرسې باندې برید په ځیرکۍ سره شوی او ملي امنیتي ځواکونه باید ملاتړ شي.
د نظامي چارو شنونکی جاوید کوهستانی پهدې باور دی، که خپرو شویو شواهدو ته دقت وشي؛ د دستارتړلو پر مراسمو برید نهدی شوی او احتمالاً ماشومان د ګډوډۍ پرمهال د خلکو تر پوښو لاندې شوي او مړه شويدي.
د ښاغلي کوستاني په خبره، هر څوک چې د ملي امنیتي ځواکونو پهدې برید نیوکه کوي؛ د طالبانو په ګټه عمل کوي.
خو د پوځي چارو شنونکی جنرال عتیقالله امرخېل پهدې اړه متفاوت نظر لري، هغه په مذهبي ځای دا ډول برید اندېښمنوونکی بولي.
د ده په خبره، ټول ولس چغې وهي چې پهدې پېښه کې ملکيان وژل شوي او که داسې وي؛ بیا خو د افغان حکومت د سولې هڅې له خاورو سره خاورې شوې.
طالبانو هم ادعا کوي چې دا برید پر ملکيانو شوی او ټول وژل شوي او ټپیان شوي کسان ملکيان دي؛ خو حکومت وايي چې پهدې پېښه کې د طالبانو ۱۸ لوړپوړي قوماندانان وژل شويدي.
ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسي جرګې د دې پېښې د څېړلو لهپاره بېلابېل پلاوي لېږلي دي.





