له قومي مشرانو د ظاهر قدیر غوښتنه؛ د پاکستان پر وړاندې ودرېږئ

د ولسي جرګې پخوانی غړی ظاهر قدیر وايي، دوی به ډېر ژر د پاکستان د سرغړونو په غبرګون کې را پورته شي او په وینا یې، له قومي مشرانو یې غوښتي چې پر وړاندې یې پاڅون وکړي.

نوموړي چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د پاکستان پر وړاندې د پاڅون لپاره کار پیل کړی او په بېلابېلو ولایتونو کې یې له مشرانو سره غږېدلی دی.

ظاهر قدیر هیله څرګنده کړه چې افغان دولت به د نړیوالې ټولنې پر مټ له پاکستانه د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرغړونو، راکېټي بریدونو او له سولې سره د دښمنۍ په برخه کې پوښتنه وکړي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې ولسونه له پاکستانه د غچ اخیستو په چل پوهېږي.

د ولسي جرګې دغه پخواني غړي په لرو پښتنو مشرانو هم غږ وکړ چې نور د پاکستان د ظلمونو پر وړاندې غلي پاتې نه شي او لر او بر پښتانه یې باید پر وړاندې سره یوځای شي.

نوموړي د کونړ پر سيند د برښنا بند جوړولو غوښتنه هم وکړه او له هغو ځوانانو یې ملاتړ وکړ چې پر ټولنیزو رسنیو یې د یاد برښنابند جوړولو په اړه کمپاین پیل کړی دی.

هغه ټینګار کوي چې سوله د خلکو لومړیتوب دی او ورته د رسېدو لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

قدیر زیاتوي، اوس چې افغانستان سولې ته یو ګام ور نږدې شوی، پاکستان په قانون ماتونې او راکېټي بریدونو غواړي دغې پروسې ته زیان ورسوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام