حکومتي مشران: ښځې ته په اساسي قانون کې ټاکل شوي حقونه نه دي ورکړل شوي

افغان ولسمشر محمداشرف غني د مارچ اتمې یا د ښځو پیوستون نړیوالې‌ورځې نمانځغونډې ته د چهارشنبې په ورځ کابل کې وویل، چې د افغانستان پرمختګ ښځو ته د هغوی د حقونو په ورکړه کې دی.

ده زیاته کړه، افغانې مېرمنې باید د فساد ضد مبارزه، د قانون پلي کول او د خپلو حقونو غوښتنه له خپلو لومړيتوبونو وګڼي.

ولسمشر غني وویل، چې د ښځو حقونو په ورکړه کې تر یو حده کار شوی؛ خو هغه ډول چې ښایي او د اساسي قانون غوښتنه ده؛ تراوسه پورې هغو ته نه دی رسېدلی. خو زیاتوي، چې په دې کې شک نه شته چې د اساسي قانون د غوښتنو په لور روان یو او د ښځو حقوق په هېڅ وجه د معاملې مسله نه ده او نه به وي.

ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه، چې ښځې باید په ټاکنو کې د کاندیدانو او رایو ورکونکیو په توګه پراخ ګډون وکړي چې خپل حقونه ترلاسه کړي.

نمانځغونډې ته اجرایوي رییس ډاکترعبدالله عبدالله هم وویل، چې افغانو ښځو د افغانستان د تاریخ په هر پړاو کې خپله زړه‌ورتیا ښودلې او د افغانو مېرمنو سرښندنې د ستاینې وړ دي.

اجرایوي رییس زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ښځو چارو وزارت او د ماليې وزارت سره مو په ګډه افغانو مېرمنو سره ژمنه کړې وه، چې په وزارتونو کې به د جنډر اړوندې ادارې پیاوړې کوي. پالیسي ورته جوړه شوې؛ خو نه د بودیجې د نه‌شتوالي له امله نه ده عملي شوې.

عبدالله زیاته کړه، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ښځو ځورونې مخنیوی باید لومړی له دولتي ادارو پیل اوله ښځو سره د تاوتریخوالي قضيې په جدي توګه وڅېړل شي او عاملان یې باید خپله سزا وویني.

د ښځو پیوستون نړیواله ورځ داسې مهال افغانستان کې نمانځل کېږي، چې اوس هم له ښځو سره تاوتریخوالی روان دی. ډېرې افغانې ښځې او نجونې ان لومړنیو حقونو لکه، زده‌کړو، کار، میراث او نورو هغو نه بې‌برخې دي.    

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام