
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسوولان وايي، تر دوو کلونو به یو میلیون کورونو ته د رسمي سندونه ووېشي چې په وینا یې ډېر معتبر او اصلي سندونه دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمدجواد پیکار وايي، د نارسمي سیمو د تنظیم او ورته د ملکیت سند د وېش لړۍ یې په ۸ سترو ښارونو کې پیل کړې او تراوسه یې ۵۰۰ زره کورنۍ ثبت کړې دي.
د ښار جوړونې د تګلارې له مخې، دغه شمېر به تر ۲۰۲۰م کال پورې یو میلیون کورنیو ته ورسېږي.
د پیکار په وینا، جلالاباد، کابل، کندهار، مزار، نیلي، بامیان او کندهار هغه ولایتونه دي چې یاد وزارت پهکې د نارسمي سیمو لهپاره د ملکیت سند وېش پیل کړی دی.
په همدې حال کې د کابل والي محمدیعقوب حیدري ټینګار کوي چې خلک به د رسمي سند تر اخیستلو وروسته، شرعي قبالې هم ترلاسه کړي.

حیدري زیاتوي، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او کابل ولایت اوس اړمنو کسانو ته د رهایشي نومرو د وېش په طرحه کار کوي او له مخې به یې اړمنې او بېوزله کورنۍ هم د کورونو څښتنې شي.
اوس د کابل ۷۰ سلنه رهایشي کورونه په غیرپلاني توګه جوړ شوي چې ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.





