.jpg)
د بغلان ښځو چارو رییسې خدیجه یقین سلاموطندار ته وویل، چې د دغې ښځې مېړه د پلخمري ښار " قولکرکر" سیمې اوسېدونکی دی او همدارنګه د بغلان ولایت په امن خونه کې د ساتونکي په صفت دنده ترسره کوي.
د نوموړې پر خبره، دغه سړي تېره شپه خپله ښځه په زندۍ کولو وژلې ده.
د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست د مسوولینو پر خبره، د دوی د واده ثمره ۵ ماشومان دي.
د بغلان د پولیسو مطبوعاتي امر ذبیحالله شجاع هم پېښه تاییدوي او وايي، چې د دغې پېښې عامل له سیمې تښتېدلی او پولیس يې د نیولو هڅې کوي.
.jpg)
شجاع زیاته کړه، چې تر اوسه د دغه قتل اصلي انګیزه نهده معلومه.
د بغلان سیمهییز چارواکي وايي، چې د وژل شوې ښځې جسد د پلخمري ولایتي روغتون عدلي طب ته لېږدول شوی دی.
د بغلان د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر عبدالعلیم غفاري وايي، چې د دغې ښځې د بدن په ځينو برخو کې د شکنجو او وهل ټکولو نښې هم لیدل کیږي.





