
د ننګرهار په خوږیاڼو، شېرزاد او حصارک کې روغتیا پالانو لهدې امله روغتیايي مرکزونه تړلي چې د «اډا» په نوم موسېسې ورته پر وخت سم او لازم امکانات نهدي برابر کړي.
پهدې ولسوالیو کې ټول ۲۴ کلینیکونه دي چې ۶۰ ښځینه او ۲۱۰ نارینه پرسونل پهکې په دندو بوخت دي.
د خوږیاڼو ولسوالۍ د مرکزي روغتون دوو ډاکټرانو شېرافضل او بشیراحمد پرهر سلام وطندار ته وویل، اډا موسېسې دوی سره د معاشونو د ډېرښت، د تشکیل پر زیاتوالي سربېره د درملو د ډېرولو او روغتیايي مرکزونو د بیارغاونې ژمنه کړېوه؛ خو یوه یې هم تر اوسه نهده عملي شوې.
دوی وايي، اډا موسېسې پرې حقالخطر پیسې، ډوډۍ او نور اضافي امکانات پرې کړي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
د ډاکټرانو په خبره، کهچېرې د دوی غوښتنې ونه مني؛ خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
د خوږیاڼو د کلستر ډاکټران وايي، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې یې دغه اعتراضونه دوامداره ساتلي؛ خو تر اوسه یې غږ نهدی اورېدل شوی.
ورته مهال د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر نصیراحمد دراني سلام وطندار ته وویل، یوازې خوږیاڼو ولسوالۍ کې معترضو ډاکټرانو څلور کلنیکونه تړلي او پاتې سیمو کې هېڅ مرکز نهدی بند شوی.
دی وايي، ټول هېواد کې د نړۍوال بانک له لوري روغتیايي پروژې نویو موسېسو ته ورکړل شوي چې د نوي کاري پلان لهمخې ټولو روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د کتنې، عملیاتونو او اړونده نورو موضوعاتو لهپاره ټاکلی هدف ورکول کېږي؛ کهچېرې ډاکټران ورکړل شوی هدف پوره نهکړي؛ نو معاشونو کې یې کمی راځي.
دی وايي، یاده او نورې ستونزې له وزارت او اړونده مراجعو سره شریکې شوېدي چې اوس هم پرې غور روان دی.
هاخوا له ختیځ نورستان ولایته راغلي رپوټونه وايي چې وسلهوالو طالبانو د دې ولایت په برګېمټال، کامدېش، نورګرام، منډول او دواب ولسوالیو کې ۱۷ کلینیکونه تړلي وو چې پنځه یې وړمه ورځ بېرته پرانېستل شول او ۱۲ اوس هم بند دي.
د دې ولایت د روغتیا رییس ډاکټر ذکيالله ستوري سلام وطندار ته وویل، وسلهوالو دغه روغتیايي مرکزونه د دې کلینکیونو د ډاکټرانو د شکایت او درملو د یو څه کمي له امله تړلي چې پنځه یې په کامدېش او برګېمټال کې بېرته پرانستل شويدي.
دی وايي، د نورستان په یادو ولسوالیو کې د AHEAD په نامه انجیو دغو کلینکیونو قرارداد لري او ډاکټرانو د ناروغانو د کتنې لهپاره ټاکلي هدف ورکوي، که کوم کلینیک کې هماغه ټارګیټ پوره نه شي نو معاشونه یې ځنډوي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سلام وطندار ته د کلنیکونو د تړل کېدلو خبر تایید کړی او ویې ویل چې په کامدېش او برګېمټال کې یې د قومي مخورو په منځګړیتوب ستونزه هواره کړې او ژر به په لویدیځ نورستان کې هم تړلي روغتیايي مرکزونه پرانیزي.
پهېدې دواړو ولایتونو کې ولسي وګړي وايي، د روغتونونو د تړلو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. عام خلک له حکومت او اړونده موسېسو غواړي چې د ډاکټرانو غوښتنو ته پر وخت ځواب ووايي چې کلینیکونه بیرته ژر پرانستل شي.
له دې وړاندې کونړ کې هم ډاکټرانو څو ځلې د روغتیا وزارت او مرسته کوونکیو ادارو د نوي طرزالعمل خلاف اعتراضونه کړيوو.
ورته مطالب:





