ښار ته د کلیوالو را کډه کېدو د بدخشان چارواکي اندېښمن کړي

کلیوالو بدخشانیانو د ژوند اسانتیاوو نه‌شتوالي، ناامنیو او وزګارتیا له‌امله فیض اباد ښار ته مخه کړې ده.

د بدخشان چاپېریال ساتنې رییس غلام نبي سرفراز ورځ تربلې پر فیض اباد د کلیوالو یرغل په اړه وایي ښاریان د ورځې ۱۰۰ ټنه کثافات تولیدوي؛ په داسې حال کې چې ښاروالۍ د ورځې د ۴۰ ټنو کثافاتو تشولو توان هم نه لري.

د ښاغلي سرفراز په وینا، د کلیوالو ځای پرځای کولو کړنلارې نه‌شتوالي فیض اباد د افغانستان پر یو له ټولو ککړ ښار بدل کړی دی.

د بدخشان یو مدني فعال سید عمر باهر وایي پر فیض اباد د کلیوالو پراخ یرغل، پر چاپېریالي ستونزو سربېره اقتصادي او ټولنیزې ستونزې هم رامنځته کړې دي.

د فیض اباد ښاروالۍ د تنظیف رییس سلام حافظي هم وایي، د کثافاتو تولید زیاتوالي د اوبو ککړتیا او د فیض اباد بېلابېلو برخو کې د کثافاتو ډېرانونو لامل په ښار کې د ګڼو کلیوالو شتون دی.

د بدخشان سیمه‌ییزو چارواکیو په وینا، ورځ تر بلې د ناامنیو لمنې پراختیا، په کلیو کې د فقر او وزګارتیا په سبب کلیوال د ژوند له‌پاره ښار یوازېنی امن ځای ګڼي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام