حکومت د خلکو محلي ستونزې نه‌ حلوي

د افغانوښځو خبررسونې ټولنې غړي وايي، حکومت له وسله‌والو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو بوخت دی او د خلکو ترمنځ شته ستونزې ترې هېرې دي.

د دې ټولنې غړي وايي، د خلکو ټولنیز وضعیت په‌ اړه یې په کابل، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې څېړنې کړي چې ډېر تمرکز یې پر ځوانانو و.

د افغانوښځو خبررسونې ټولنې څېړونکي مرتضی صارم وايي، په یاده څېړنه کې له ۳۳۳ کسانو نه پوښتنې کړي چې ۱۰۳ یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه دي.

د نوموړي په وینا، خلک تر ډېره د ځمکو او اوبو پرسر شخړې کوي چې له کبله یې وسله‌والې نښتې هم کېږي چې بیا یې د په بدو کې د نجونو په ورکړه یا هم د طالبانو په وسیله بېرته حلوي.

د یادې ټولنې د څېړنې له مخې حکومتي ادارو کې د فساد له کبله د هېوادوالو د ستونزو حل ډېر وخت نیسي؛ نو ځکه خلک طالبانو ته مراجعه  کوي.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا غړې لیلا جعفري وايي، حکومت د عدالت پلي کولو او عدلي او قضايي ارګانونه د خلکو د ستونزو په حل کې پاتې راغلی چې وینا یې د خلکو او دولت ترمنځ په همکارۍ یې هم ناوړه اغېز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د سیمه‌ییزو ستونزو د حل له‌پاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړی، خو تراوسه یې فعالیت او لاسته راوړنو په اړه کوم راپور خپور شوی نه‌دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام