
د اقتصاد وزارت مسوولان په هېواد کې د کورونا ویروس د پراخېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، د دغه ویروس پراخېدل به بېوزلي زیاته کړي.
د اقتصاد وزارت ویاند یونس سالک وايي، د کورونا ویروس خپرېدل د هېواد د اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ستر ګواښ دی او ښايي د بېوزلۍ کچه له ۵۴ سلنې نه ۶۲ سلنې ته لوړه کړي.
د هغه په وینا، په دغه پړاو کې به خلک په سختۍ سره د اړتیا وړ لومړنیو توکیو ته لاسرسی وموي.
سالک زیاتوي، د دغه وضعیت دوام د دولت په بودیجه کې د کسر لامل کېږي او د خصوصي سکټور تولیداتو ته به هم ډېر زیات ورسوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان هم وايي چې د قرنطین حالت اعلان او د کورونا ویروس خپرېدل پر تولیداتو، سوداګرۍ او د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېز کوي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي سلاموطندار ته ویلي، د ښار قرنطین کول او له هغو هېوادونو سره د سوداګریزو پولو تړل چې افغانستان ورسره سوداګریزې اړیکې لري، د خلکو د اړتیا وړ توکیو د بیې لوړېدو لامل کېږي.
د الکوزي په وینا، د قرنطین ورځو پر مهال چې لومړنیو توکیو ته د خلکو اړتیاوې زیاتېږي، حکومت باید د بازار مدیریت او کنټرول ته پام وکړي.
په افغانستان کې تر اوسه د کورونا ویروس ۱۱۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې څلور بهرني سرتېري هم پهکې شامل دي.
په افغان ټولنه کې د کورونا ویروس خپرېدو په اړه اندېښنې لامل شوي چې حکومت کابل د درې اوونیو لپاره قرنطین کړي.
دغه ویروس چې اوس د نړۍ ۲۰۲ هېوادونو ته رسېدلی، په ټوله نړۍ کې ۵ سوه، ۹۷ زره او ۲۶۷ کسان پرې اخته شوي او ۲۷ زره او ۳۶۵ نور یې مړه کړي دي.





