خوستیان وايي، چې د يوناني حکمیانو درمل د دې پرځای، چې ناروغ ته ګټه ورسوي؛ زیان پېښوي.
دوی اکثره له یوناني دوا څخه نه بلکې، له ورکونکې رهنما څخه شکایت کوي.
د خوست د علي شېرو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شېرزاد وايي، که څه هم يوناني دوا د ډېرو ناروغيو له پاره ګټوره ده، خو په ډېرو مواردو کې د غلط استعمال په پایله کې زیان رسوي.
نوموړی وايي، چې یوحکیم درمل ورکړي وو، د دې پرځای چې ګټه ورسوي زیان یې ورساوه.
یوناني حکیمان د خوست ښار په بېلا بېلو برخو کې د درملوهټي لري، یوشمېر يي د سړک پرغاړه او یا هم په ګرځنده موټرو کې د درملو د خرڅلاو له پاره د بېل بېلو ناروغیو د توضیح او غږونه سره خلک پر ځان را ماتوي.
قدرت الله د خوست د متون د سېمې اوسېدونکی دی، نوموړی د یوې یوناني دوا خانې مخې ته ولاړوواو په ملا کې يي دردونه پیدا شوي وو.
نوموړي له سلام وطندارسره په خبروکې وویل، چې "ملامې درد کوي او د دغه حکیم ستاینه را ته چا په کلي کې کړی ده."
هغه زیاتوي، د خپل درملنې له پاره حکيم ته ورغلی.
نوموړي وویل، چې یوځل يې مخکې هم ورته راغلی و او د ملا د مالش له پاره یې تیل ورکړي وو، چې هيڅ ګټه يې ورته نه ده رسولې.
دلاور خان د خوست ښار یو بل اوسېدونکی دی، چې له يوناني درملو شکایت کوي، وايي، چې ستونزه په يوناني درملو کې نه ده، بلکې هغه حکيمان، چې يوناني دوا خرڅوي، هغوی ته د ناروغۍ مطابق درمل نه ورکوي.
د ده پر وینا، اکثرو حکیمانو د دوکانونو پر لوحو لیکلي وي، چې په ضمانت سره د هر ډول ناروغۍ درملنه کولی شي.
د خوست ښار يو تن حکيم عبدالله، چې په همدې ښار کې د يوناني دواګانو لوی دوکان لري وايي، چې تر اوسه ورته چا د يوناني درملو د غلط استعمال او يا ستونزو په اړه شکايت نه دی کړی.
هغه هم دا مني، چې يو شمېر حکيمان پرته د ناروغۍ له تشخيص درمل ورکوي.
پر وینا، دوی مخکې له دوا ناروغ ګوري او په پوښتنه – پوښتنه یې په وضعیت پوهېږي او د ناروغۍ مطابق دوا ورکوي.
که څه هم یوناني حکمیان په دې ټینګارکوي، چې دوی هم کولی شي، د ډېرو ناروغیو درملنه وکړي، خو په خوست کې د ابدالي په نامه د شخصي روغتون مشر پوهنوال ډاکټر بادشاه زار ابدالي سلام وطندار ته وویل، چې یوناني طب اوس خپل ځای عصري طب ته پرېښی دی.
د ده پر وینا، یوناني درمل د دې پرځای چې انسان ته ګټه ورسوي؛ تاوان رسوي.
ابدالي پر ولس غږ وکړ، هغه دواګانې چې د حکیمانو له خوا په بوتلونو کې خرڅېږي؛ هغه ټولې غیر معیاري جوړې شوي دي او کېدای شي ټولو تاریخ تیروي.
د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر حمیدالله حمیدي هم دا مني، چې ځېني کسان په خپل سر خلکو ته دارو درمل ورکوي.
نوموړی وایي، دوی مسولیت لري، چې څو ځلې یې په ښار کې د یوناني درملو په نوم له جوړو شویو هټیو څارنه کړې او په راتلونکي کې به هم دوام ولري.
د ډاکټرانو په وينا که چېرې ناروغان د خپلې روغتيا لپاره پوه او مسلکي کس ته مراجعه وکړي، د ډاکترانو د لارښوونې سره سم او په خپل وخت پوره درمل وخوري، نو له شك پرته به ګټور تمام شي، خو که پر وخت د ډاكتر له لارښوونې سره سم ونه خوړل شي؛ ښايي د ناروغۍ د زياتېدو لامل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه حکیمان د هغه ډاکټر په شان چې د طب له پوهنځي نه فارغ شوی وي، هغوی ته ورته د فشار کتلو الې هم ور سره شته.
دا مهال په خوست ښار کې تر ۲۰ زيات يوناني درملتونونه موجود دي، خو شکايت دا دی، چې د دغو درملتونونو ډېر حکيمان غیر مسلکي دي او کافي تجربه نه لري.





