
په جرمني کې یوشمېر مېشت افغان کډوال په دغه هېواد کې د افغانستان له سفارت نه شکایت کوي او وايي، د سفارت د چارواکو د بېغورۍ، نه پاملرنې او فساد له امله ستړي شوي او که یې غوښتنې و نه منل شي، په لاریونونو به لاس پورې کړي.
دغه کډوال وايي، په جرمني کې یې د افغانستان سفارت لهخوا خبرداری ترلاسه کړی چې په لاریون کې ګډون و نه کړي او که دغه کار یې وکړ، له جرمني به وشړل شي.
په جرمني کې د کډوالو حقوقي فعال سیدنسیم سادات وايي، د افغانستان سفارت د کارکوونکو بېغوري او فساد د کډوالو لپاره په سرخوږي او اندېښنو بدل شوي دي.
سادات زیاتوي، په جرمني کې د افغانستان سفارت لامل شوی چې ګڼشمېر افغانان هلته خپل کارونه له لاسه ورکړي.
په جرمني کې د افغان سفارت مخې ته د راټولو شویو کډوالو شمېر ۶۰ کسانو ته رسېږي او وايي، د افغانستان سفارت د کډوالو تر منځ د جعلي سندونو په خپرولو سره هڅه کوي چې د سفارت پر وړاندې د لاریون مخه ونیسي.
په جرمني کې د افغانستان سفارت چارواکي په دې اړه ځواب نه ورکوي. وموغوښتل چې په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت نظر هم ولرو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.





