.jpg)
د روښنايي غورځنګ غړیو او پلویانو نن په کابل کې د عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین ونمانځه.
طالبانو د حزب وحدت اسلامي پخوانی مشر عبدالعلي مزاري د ۱۳۷۳ کال د کب میاشتې پر ۱۶مه نېټه له کابله کندهار ته د لېږد پر مهال وواژه.
د روښنايي غورځنګ شورا غړي بسمالله رنجبر وویل، عبدالعلي مزاري د ظلم پر وړاندې د اتلولۍ او زړورتیا بېلګه و چې د«ملي یووالي شهید» لقب ورکړل شو.
د نوموړي په وینا، ټولنیز عدالت او ملي یووالی د مزاري پیغام و او تر هغې چې دا دواړه په هېواد کې عملي نهشي، هېڅ افغان به سوکاله ژوند و نهکړي.
رنجبر زیاته کړه، د عبدالعلي مزاري فعالیتونه او پیغامونه خلکو او ځوانانو ته درس دی چې هر کال یې د دا ډول غونډو له لارې خلکو ته رسوي.
عبدالعلي مزاري په ۱۳۲۶ لمریز کال د بلخ ولایت د چارکنت ولسوالي په نانوايي کلي کې زېږېدلی او د ۱۳۷۳ کال په کب میاشت کې د طالبانو له لوري ووژل شو.





