د هرات د ولایتي شورا رییس ځان پولیسو ته وسپاره

د هرات د ولایتي شورا مشر: کامران علیزايي

د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزايي نن د یوې خبري ناستي په ترڅ کې حاضر شو، چې د پولیسو غوښتنې ته لبیک ووايي او ځان وسپاري.

نوموړي خبریالانو ته وویل، چې د ده د تسلیمېدو یواځنی علت ولسمشر غني او قانون ته احترام دی.

له بل لوري د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحمد ولي‌زاده وویل، چې د هرات امنیې قوماندانۍ ته د کامران علیزايي د نیولو رسمي مکتوب له‌مخې نن یک‌شنبه (اپریل ۱۶مه) ځان د هرات پولیسو ته تسلیم کړ.

خو کامران علیزايي د محکمې لومړی حکم غيرعادلانه وباله او د ده د قضيې په اړه د دویمې او درېيمې محکمې د دایرېدو غوښتونکی شو.

پر ده تور دی، چې څه موده وړاندې يې د هرات له استیناف څارنوالۍ څخه یو مظنون د خپلو ساتونکو په زور له څارنوالۍ ویستی او قانون يې تر پښو لاندې کړی دی.

علیزايي دغه ادعا په کلکه ردوي او ځان د مظلمو خلکو مدافع بولي؛ د محکمې له پریکړې وروسته د پلویانو له خوا يې لاریون هم وشو.

هغه په خپلو تېرو خبرو کې هم ویلي و، چې هیڅکله يې د زور خبره نه‌ده کړې، خو د غریبو خلکو له حقوقو به د ظالم پر وړاندې ټینګ ودريږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام