
د جوزجان د ولایتي شورا منشي شریف شریفي وايي، طالبان د خماب او قرقین ولسوالیو له اوسېدونکیو پیسې راټولوي او بیا یې د کوټې شورا ته ور لېږي.
د نوموړي په وینا، طالبانو د یادو ولسوالیو پر اوسېدونکیو سخت قوانین هم ايښي دي.
نوموړی وايي، طالبانو د عشر او زکات په نوم ۱۰ میلیونه افغانۍ له خلکو را ټولې کړي او د کوټې شورا ته یې لېږلي او دغه راز ډلې ډلې چې له ۵۰ تر ۱۰۰ کسانو وي په زوره د خلکو مېلمانه کېږي او ډوډۍ ترې خوري.
په همدې حال کې د قرقین ولسوال شکرالله جاهد هم مني چې طالبان د یادې ولسوالي له اوسېدونکیو نه پیسې ټولوي او بیا یې د خپلې قوماندې مرکزونو ته لېږي.
اړوند مطالب:
طالبان له جوزجانه ترکمنستان ته د نشهيي مواد قاچاقوي
طالبانو په جوزجان کې یو ماشوم وژلی
جوزجان؛ طالبان پر پاکستان روسي ټانګونه پلوري

بلهخوا په جوزجان کې یو شمېر مدني فعالان د طالبانو له لوري پر خلکو د سختو شرایطو او قوانینو ایښودو په اړه د اندېښنې ترڅنګ، له حکومته غواړي چې د خماب او قرقین ولسوالیو د اوسېدونکیو ستونزو ته پام وکړي.
د جوزجان د والي ویاند فریدون انیق که څه هم مني چې طالبان په زوره له خلکو پیسې اخلي، خو کوټې شورا ته د یادو پیسو لېږلو موضوع ناسمه بولي.
په همدې حال کې د طالب ډلې ویاند ذبېحالله مجاهد له خلکو نه د پیسو را ټولول او بیا یې د کوټې شورا لېږل نه مني.





