د ولسي جرګې پر یو وکیل له طالبانو سره د مرستې او نفاق خپرولو تور دی

د بادغیس ولایت لسګونو اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي موسا جناب پر خلاف لاریون کړی دی.

اعتراض کوونکو سید موسا جناب د دغه ولایت د مېشتو قومونو تر منځ د نفاق پر خپرولو او له طالبانو سره یې په مرستې کولو تورن کړی دی.

خلکو له حکومته وغوښتل، چې په ولسي جرګه کې د موسا جناب استازیتوب باطل اعلان کړي او له کاره دې پسې واخلي.

د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالباسط صارم وویل، چې حکومت باید په ولسي جرګه کې د موسا جناب استازیتوب له منځه یوسي، تر څو په بادغیس ولایت کې د مېشتو قومونو او خلکو ترمنځ ستونزې له دې زیاتې نه شي.

د دې ولایت یو استوګن عبدالکریم وايي، له هغې ورځې چې جناب د ولسي جرګې وکیل شوی، هڅه کوي، خلک له یو بل لرې وساتي او د قومونو ترمنځ د نفاق اور بل کړي.

خو د ولسي جرګې غړي سید موسا جناب له سلام وطندار سره په اړیکه کې دغه تورونه رد او ویې ویل، چې لاریون د هغو سیمه ییزو چارواکو په ټونګ شوی، چې په خلاف کاریو کې لاس لري.      

د جناب پر وینا، که لاریون کوونکي پر ده، اسناد لري نو ځواب ویلو ته چمتو دی. جناب وویل، "طالب مې د هېواد دوښمن دی او زه د طالب په خلاف یم."

دا داسې مهال ده، چې تر دې مخکې هم سلام وطندار داسې سندونه موندلي وو، چې له طالبانو سره یې د جناب اړیکې ثابتولې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام