
د کندهار روغتیايي مسوولان وايي، د رسمي شمېرو له مخې په دغه ولایت کې ۶۸۰ ماشومان چې له پنځو تر لسو کلونو عمر لري، د وینې پر سرطان اخته دي چې اوس یې په میرویس حوزوي روغتون کې درملنه کېږي.
د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د کوچنیانو څانګې مسوول محمد صدیق سلاموطندار ته وویل، ښايي په دغه ولایت کې تر دې زیات کوچنیان پر یادې ناروغۍ اخته وي، خو ثبت شوې شمېرې ښيي چې ۶۸۰ ماشومان د وینې پر سرطان اخته دي او د ویني په ورکولو سره یې درملنه کوي.
هغه وايي، ډېری ماشومان د بېوزله کورنیو دي چې تر ۹۵ سلنې پورې یې د «وینې بانک» نه وړیا وینه ترلاسه کوي او تر اوسه د دغو ماشومانو له ډلې کوم یوه یې ژوند هم نه دی بایللی.
نوموړی زیاتوي، ډېر لږ ناروغان دي چې له دوی سره د ویني هغه ګروپ نه وي، بیا يې خپلوان راغواړي او وینه ترې اخلي.
غازيمحمد او عبدالهادي هغه دوه کسان دي چې له ژړۍ ولسوالي او کندهار ښار نه یې خپل ماشومان میرویس حوزوي روغتون ته راوستي وايي، هره میاشت خپل کوچنیان دلته د وینې ترلاسه کولو لپاره راولي.
د دوی په وینا، له کلونو راهیسې د وینې ترلاسه کولو لپاره خپل ماشومان د میرویس روغتون ته راولي او په وینا یې، ډاکټران او نور کارکوونکي ورسره ښه چلن کوي.
دوی له عامو خلکو غواړي چې د «وینې بانک» سره د وینې ورکولو په برخه کې مرسته وکړي، څو د وینې پر سرطان د اخته ټولو ماشومانو درملنه وشي.
روغتیايي مسوولان وايي، دا ناروغي په وینه کې د سرو کرویاتو د اختلال له امله رامنځه کېږي او د انسان بدن وینه نه شي جوړولی؛ نو ځکه اړ دي چې پر ټاکلي وخت ناروغ ته وینه ورکړي، کنه له مرګ سره مخ کېږي.





