کورونا؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې پرې ۵۴۵ کسان اخته شوي او ۱۰۰روغ شوي

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس له کبله ۸ کسان مړه شوي او ۵۴۵ نور پرې اخته شوي دي.

د دغو نویو شمېرو په ثبتېدو سره ټول هېواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۵ زره ۷۵۰ کسانو ته ورسېد چې له دې ډلې ۲۶۵ يې مړه شوي دي.

عامې روغتیا وزارت دغه شمېرې نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړې او ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له ۱۸ ولایتونو  ۱۱۱۶ شکمن سمپلونه کتل شوي چې له ډلې یې د ۵۴۵ کسانو معاینات مثبت راوتلي دي.

په کرونا ویروس د دغو کسانو له ډلې ۱۱۷ په هرات، ۹۲ په پکتیا، ۶۶ په کابل، ۵۰ په ننګرهار، ۴۸ په سمنګانو، ۳۶ په فراه، ۲۲ په سرپل، ۲۰ په بامیانو، ۱۷ په لوګر، ۱۴ په غور، ۱۴ په بدخشان، ۱۴ په پنجشیر، ۱۲ په وردکو، ۱۲ په فاریاب، ۴ په بلخ، ۳ په کونړ، ۲ په لغمان او ۲ نور هم په بادغیس ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۰۰ کسان له دغه ویروسه روغ شوي او په دې سره د روغو شویو شمېر ۱۴۲۸ ته ورسېد.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام