
که څه هم د کورونا ویروس له امله په کور بندۍ خلکو ته ستونزې جوړې کړې او ډېری کسان له لوږې سره مخ دي، خو ولسمشر په خلکو غږ کوي چې په اوسني وخت کې د کورونا ويروس د خپرېدو مخنيوي یوازینۍ لاره دا ده چې د روغتيايي کارکوونکيو سپارښتنو ته پام وکړو او په کورونو کې پاتې شو.
ولسمشر غني ټینګار وکړ چې د کرونا ویروس له کبله په هېواد کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره هڅې پیل شوي او دغه هڅې به تر ډېره د ټولنې په خورا بېوزلو کسانو تمرکز ولري.
ولسمشر وویل چې په ورته وخت کې څو لویې او ژر ګټه کوونکې نورې پروژې هم تر کار لاندې دي چې ګڼ کسان به په دندو وګماري.
نوموړي د کورونا ویروس ناببره وګاڼه او ویې ویل چې حکومت د دې ویروس لپاره هېڅ راز مخکينی چمتوالی نه درلود او زياته يې کړه چې کورونا ویروس ټول هېوادونه وارخطا کړي، خو د افغانستان وضعیت له نورو ښه دی. ولسمشر وویل، هڅه مو دا ده چې د فلاکت پړاو ته له رسېدو مخنیوی وکړو.
ولسمشر غني په داسې حال کې د نویو مرستو د وېش خبره کوي چې له دې وړاندې پر حکومت د مرستو وېشلو له کبله سختې نيوکې شوې دي.
افغان حکومت له دې وړاندې د کابل په یو شمېر بېوزلو کورنیو غنم ووېشل خو خلکو دغه مرسته کمه وګڼله.





