
سره لهدې چې افغانان په درېیوو لسیزو جګړو کې له ډز و ـ ډوز سره عادت شوي؛ خو بیا هم د ښار په ګوټ ـ ګوټ کې وروستیو چاودنو او ځانمرګو بریدونو خلک وېرولي او پرذهنونو یې وېره خپره شوېده.
په واټ کې هر لوړ غږ خلکو ته ټکان ورکوي او احساسوي چې وینه یې وچه شوېده.
وخت ناوخت ځانمرګی برید او چاودنه خلک نورهم وېروي او هر څوک پهخپله اندازه وېرېږي.
لهدې سره ـ سره د کوچني اختر په رانږدېکېدو هر ساعت یا څو دقیقو کې د پټاقۍ وېرونکی غږ اورېدل کېږي او هغوی اندېښمنوي.
کابل ښاریان لهدغه حالته په اندېښنې سره وایي، د ماشومانو د پټاقیو او د لوبو ګرمو شیانو غږونو چې تر ډېره د ټوپک ډزو ته ورته دي؛ وېرولي دي.

ښاریان له امنیتي چارواکیو غواړي چې د دغو توکیو مخه ونیسي او له پلورونکیو سره یې قانوني چلند وکړي.
د کابل ښار په منډایي کې ځېنې هټیوال چې پټاقۍ او د ماشومانو د لوبو ګرم شیان پلوري؛ مني چې د پټاقیو غږونه د خلکو پر ذهن ناوړه اغېز کوي؛ خو وایي په بهر کې دغه توکي په ځانګړې توګه کارول کېږي او جرم هم نهدی.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، له پرون راهیسې یوه اندازه دغه توکي راټول شوي دي او بیا هم امنیتي ځواکونه دنده لري چې د پټاقیو او د خوشالیو ډزو مخه ونیسي.
د دانش له کورنیو په درنښت غواړو چې خپل ماشومان وپوهوي چې دغه توکي خطر لري او هغه ونه پېري.
ده له خلکو په تېره کابل ښاریانو وغوښتل چې پهدې برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي.





