.jpg)
د دغو ولایتونو سلګونو دیني عالمانو، قومي مخورو، مدني فعالانو، ځوانانو او مېرمنو جلالاباد ښار کې د سولې لارو چارو په اړه نن ګهیځ د سولې عالي شورا پلاوي سره مشورتي غونډه وکړه.
غونډې ته د سولې شورا ورغلي پلاوي مشر داودخان شهیدزوی وویل، د سولې عالي شورا په پام کې لري د سولې په اړه له ولسونو سره سلا مشورې وکړي.
ښاغلي شهیدزوی زیاته کړه، له ۷۰ سلنه زیاتو طالبانو د ولسمشر د سولې وړاندیز هرکلی کړی؛ خو بهرنۍ کړۍ یې مخه نیسي.
د غونډې ګډونوالو د جګړې پر ښکېلو لورو غږ وکړ، چې له اوربند وروسته دې بینالافغاني خبرو ته چمتو شي.
د غوندې ځینو ویناوالو د سولې عالي شورا کړنې سمبولیکې وبللې ویې ویل چې دا شورا باید د عمل ډګر ته راووځي.
.jpg)
په جلال اباد ښار کې د سولې مشورتې غونډه داسې مهال جوړه شوې چې په ننګرهار په ځانګړې توګه جلالاباد ښار کې د داعش خوځښتونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د ننګرهار استازي حضرت علي نن د ولسي جرګې عمومي غونډه کې پر امنیتي چارواکیو نیوکه وکړه چې په ختیځو ولایتونو او ان جلالاباد ښار کې د داعش مرکزونو کړنو په اړه بې توپېره پاتې شوي دي.
خو امنیتي چارواکیو د ننګرهار د خلکو استازي حضرت علي ادعا ته تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د ولسي جرګې ځېنې غړي او مدني فعالان تر ډېره د سولې عالي شورا کارکړنې ګټورې نه بولي او وایي دا شورا د پام وړ لاسته راوړنې نه لري خو د سولې عالي شورا بیا دا نیوکې بې ځایه ګڼي.





