تیفا وايي د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په فساد ککړ دی

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ یا تیفا وايي، چې د دوی د موندنو له‌مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په فساد کې ډوب دی.

یاد کمېسیون د فساد یوه نښه د کارکوونکو غوره کول ورکوي او وايي، چې زیاتره مامورین له دوو ولایتونو غوره شوي او په دغه کمیسیون کې د ښځو هم ونډه ډېر پیکه ده.

د چهارشنبې په ورځ (جولای۵مه) کابل کې خبري غونډې ته د پروګرامونو مسوول شمس راسخ وویل، د شکایتونو کمیسیون کې د ښځو ونډه په نشت شمار ده.

ده زیاته کړه، په یاد کمیسیون کې د واکونو بیلابیل ټاپوګان، دقومي انډول نه پام کې نیول، د ضوابطو او ارونو نه واکمني د شکایتونو کمیسیون کمزوری کړی دی

«کابل د ۵/۶ میلیونه نفوس په لرلو سره هغه ولایت دی چې د شکایتونو کمیسیون کې غوښنه ونډه لري، باور مو کېږي چې له یو بل ولایته هم له کابل سره برابر کارکونکي په شکایتونو کمیسیون کې ګومارل شوي.»

د تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده وایي د شکایتونو کمیسیون له ۱۱۳ کارکونکو یوازې ۷ یې میرمنې دي چې هغه هم پر وړو څوکیو کار کوي:

«د ښځو د ګډون بحث ډیر مهم دی، په افغانستان کې له ۵۰سلنه ډیر نفوس ښځې دي، ښځې د ټولنې د ملا تیر دي که په یوه اداره کې ښځې له کیفیتی او کمیتی پلوه حضور ونه لري نو څنګه به ۵۰سلنه نفوس ته خدمت وشي، خواشینې یم چې نړیوالې ټولنې په دې ۱۴کلونو کې، د ښځو وزارت په دې برخه کې هیڅ پام نه دی کړی او د هیواد لومړۍ میرمنې هم دی برخې ته کار نه دی کړی او ویل کیږي چې د یوه او بل په نوم پیسې لګول کیږي».

د شکایاتو کمیسیون رییس عزیز اریایي سلام وطندار ته وویل که څه هم د دې سروی او څیړنې وخت نه دی پوره شوی خو په دې سروی کې د شکایاتو په کمیسیون کې تریوه ځایه ستونزې شته:                                                                                               

اریایي زیاتوي، چې د شکایاتو کمیسیون ستونزې به حل کړي.

د شکایاتو کمیسیون کې د فساد په اړه د تیفا نوې سروې داسې مهال خپریږي چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو په هلکه د ټاکنیزو کمیسونونو پر کړنلارو نیوکې شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام