.jpg)
په کابل او ځینو ولایتونو کې له بهره را ستانه شوي کډوال او کورني بېځایه شوي وایي چې د خوراک او تودېدو لهپاره هېڅ نه لري او مرسته هم نه ده ورسره شوې.
د کابل د دریم پروان او قمبر څلورلارې ته څېرمه پنډغالو کې راستانه شوي کډوال او د ناامنیو له امله کورني بېځایه شوي د ژمي سړې هوا، واورې او باران ته په خېمو او کوډلو کې پراته دي.
دوی وايي، له یوې خوا د ژمي سړې څپې وهلي او بله خوا حکومت ورته پاملرنه نه ده کړې.
د کابل دریم پروان پندغالي استوګنه مېرمن نجیبه وايي د سړې هوا یې ماشومان ناروغه کړي حتا یو ترپال نه لري چې ځانونه له بارانه خوندي کړي.
د قمبر څلور لارې پنډغالي یو استوګن لالا جان نومی وایي حکومت دې د بېځایه شویو لهپاره یو بنسټزه حل لاره ولټوي تر کومه به یوه بورۍ اوړه ورکوي.
د شریفې په نوم یوې ماشومې وویل یخني ده، د خوراک او تودېدو څه نه لري.
.jpg)
دغه راز په یوشمېر نورو ولایتونو کې د ناامنیو له امله بېځایه شوې کورنۍ هم د ژوندانه له ناوړه حالته شکایت کوي.
کندهار ښار ته له خاکرېز ولسوالۍ راکډه شوې معصومه وایي، په دغه ژمي کې له خپلو ماشومانو سره یوځای له بېلابېلو ستونزو سره مخ ده.
له کندوز څخه د ناامینو له امله کابل ته راغلې پروین هم وایي د خپلو اولادونو لهپاره یو مړۍ ډوډۍ او د تودېدو هېڅ نه لري.
دغه راز ننګرهار ته له کونړ څخه یو را بېځایه شوی وایي د ده په شان د ناامنیو له امله ډېرې بېځایه شوې کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
په همدې حال کی د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل وایي چې دغه وزارت او د خیر ښېګڼې موسېسو له زیات شمېر راستنو شویو کډوالو او کورنیو بېځایه شویو سره چې شمېر یې ۶۸ زره کورنیو ته رسېږي مرستې کړې دي.
دی وایي اړین توکي په ځینو ولایتونو کې وېشل شوي او په ځینو نورو کې د وېش په حال کې دي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزارت د رسمي شمېرو لهمخې سږکال ۶۲۸ زره کډوال له ایران او پاکستانه راستانه شوي او شاوخوا ۵۲۰ زره کسان هم جګړو او ناامنیو له خپلو اصلې مېنو بېځایه کړي دي.





