
د دې ولایت د والي ویاند قدرتالله خوشبخت وايي چې د کندهار ـ هرات پر لویه لار د مېوند ولسوالۍ بازار ته نږدې ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی بس له یو کرولا موټر سره ټکر کړی دی.
خوشبخت سلاموطندار ته وویل، دغې ټرافیکي پېښه کې ۷ تنه مسافر وژل شوي دي او ۲۷ تنه نور ټپيان دي.
دی زیاتوي په مړو او ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
پېښه د موټر چلوونکیو د بېغورۍ له امله رامنځته شوې ده.





