د والي د دفتر مخې ته لاریون؛ د طالبانو بریدونه ډېر شوي

د بادغیس بالامرغاب ولسوالۍ په موریچاق سیمه د طالبانو د بریدونو له زیاتېدلو سره نن د دې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکیو د بادغیس د والي دفتر مخې ته لاریون وکړ.

معترضانو د امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول د سرحدي ځواکونو په ملاتړ ـ چې د ترکمنستان پوله کې ګیر پاتې دي ـ د شعارونو په ورکړې له مرکزي حکومته په بالامرغاب کې د طالبانو له محاصرې د دې ځواکونو د خلاصون او جدي اقدام غوښتنه کوي.

مدني فعال جنیدالله اشکاني او د بالامرغاب ولسوالۍ دوه تنه اوسېدونکي عبدالعزیز او غلام‌حضرت داسې وایي چې له نږدې ۱۰ ورځو راهیسي دا ولسوالي له خراب امنیتي وضعیت سره مخ دی او هېڅ دولتي بنسټ ورته پام نه‌کوي.

د بادغیس د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ د معترضانو په منځ کې د بالامرغاب وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ وبللو او ویې‌ویل چې د بالامرغاب ولسوالۍ په موریچاق سیمه کې ۱۵۰ سرحدي سرتېري طالبانو ته تسلیم شوي او یا هم تښتېدلي دي؛ خو حکومت دې سرتېرو ته هېڅ پام نه‌دی کړی.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی چې معترضینو ته له ورتګ سره ډاډ ورکړ چې بالامرغاب به هېڅکله سقوط ونه‌کړي او همدا اوس تر ۴۰۰ زیات تازه‌دمي ځواکونه د ترهګرو د ځپلو له‌پاره ورغلي دي.

د بادغیس اوسېدونکیو وروسته تر هغې اعتراض وک چې د راپورونو پر اساس، په بالامرغاب کې د طالبانو په برید کې ۱۰۰ سرحدي پولیسو د ترکمنستان پولې ته پنا وړې او ۵۰ نور بیا طالبانو ته تسلیم شوي‌دي.

ورته مطالب:

بادغیس کې د ملي‌اردو د ۱۵ سرتېرو وژل کېدل

بادغیس کې طالبانو ۲۲ امنیتي ځواکونه وژلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام