.jpg)
سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځورول شوې او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړي دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.
ستاره: ما قابلګي ویلې. د سیتاژ دورې د پوره کولو له پاره یو دولتي روغتون ته ورغلم، د دولتي روغتون چاپېریال ښه نه و، هغه ډاکټر چې موږ ته یې درس راکولو؛ د ښځینه مسایلو سره یې ډېره لېوالتیا لرله او ډېرې خبرې یې پرته له اشارو، کنایو په بربنډه لهجه کولې.
یوه ورځ یې کانډوم په لاس کې و، له زده کړیالانو یې وغوښتل، چې د کانډوم د کارولو په اړه نظرونه شريک کړي.
ما له شرمه سترګې پټې کړې وې او سر مې کوز نیولی و، خو استاد یوازې زما په لور په معنادار نظر را کتل. هغه وخت چې یوازې یې وکتلم؛ نو شخصي شمېره یې راکړه او ټینګار یې وکړ، چې په کوټه سنګي کې یې روغتون ته ورشم.
خو زه، چې تل له هغې ډارېدمه او وږي نظر یې ځورولم؛ نه مې د هغه وړانديز ومنلو او نه یې هم روغتون ته ورغلم.
زهرا: په یوه شخصي ټولنه کې په کار بوخته وم. یوه ورځ د ټولنې مسوول د روغبړ له پاره لاس راواږد کړ. ما له دې کاره انکار وکړ. ما ته یې وویل، که لاس ورنه کړې؛ مشتریان له لاسه ورکوو او دا زموږ په زیان دی. وروسته له هغې ورځې د دفتر کارکوونکیو ډېره هڅه وکړه، چې ما لاس ورکولو ته لېواله کړي. په داسې حال کې چې زه په کار بوخته وم، له هېچا سره مې کار نه لرلو؛ خو زه خبره نه ومه، چې د لاس نه ورکولو مسله په یو مرکزي بحث بدل شوی و او ټولو به هره ورځ راسره پرې لانجې کولې. زما د لاس ورکولو او نه ورکولو بحث دومره جدي شو، چې ما خپل خیر په استعفا کې ولید او مجبوره شوم، چې دنده پرېږدم.
شبنم: د کار پسې ډېره وګرځېدم. د یو څو ورځو له پاره مې د یوې ښځې سره چې یو ټولنیز بنسټ يې لرلو، کار وکړ؛ خو دغې ښځې زیاتې هڅې وکړې، چې د خپل دفتر له پاره يوه پروژه واخلي، خو بریالۍ نه شوه.
د وخت په تېرېدو سره د دفتر اقتصادي حالت هم خراب شو.
.jpg)
خو له زیاتې حوصلې وروسته مې د صبر کاسه ډکه شوه او ورته مې وویل: "زما حساب معلوم کړه" چې پوهه شم، له تاسو سره په دفتر کې پاتې کېدای شم او که نه؟
هغې په ځواب کې راته وویل، چې ته د یوې پروژې طرحه ماته اماده کړه، زه به تا ته یو تمویلوونکی (ډونر) معرفي کړم، چې کار مو پر مخ لاړ شي.
له څو ورځو وروسته یو سړی زموږ دفتر ته راغی او دغې مېرمنې راته وویل، چې دغه سړی به له موږ سره د پروژې په تمویل کې مرسته کوي.
زه څو وارې د دغې پروژې د اقتصادي تمویل له پاره له یاد شخص سره وغږېدمه، خو وروسته پوهه شوم، چې نه دا د تمویل موضوع نه ده، بلکې زه هغې ښځې خرڅه کړې وم او هغه سړي سره يې وعده کړې، چې زه به حتماً د دغه سړي سره دوستي کوم.
فاطمه: د یو کار له پاره مې غوښتنلیک ولېږلو. مرکې ته یې ور وبللم، دفتر ته ورغلمه. د مرکې پر مهال یې له سره – تر پښو پورې په زیر، زیر راوکتل.
د راتلونکیو پلانونو په اړه یې را نه پوښتنې کولې، ځواب به مې ورکولو، له ملنډو به یې ویل، عجبه ده! تحصیلي ریکارډ مې ښه و، خو په هغه دفتر کې راټولې شوې نجونې د ښایست له مخې په کار ګومارل شوې وې.
ما اصلاً دا ګومان نه کولو، چې په دې دفتر کې به وګومارل شم. له همدې وجې نور په دې کار پیسې ونه ګرځېدمه.
هغه چا چې له ما سره مرکه کوله، په بله ورځ یې را ته زنګ وواهلو او ویې ویل، چې مرکه دې په زړه پورې وه، خو زموږ دفتر څېرې، قد، رنګ او د جامو اغوستلو سلیقې ته لومړیتوب ورکوي، له دې امله نه شو کولی تا ته دنده درکړو، په همدې پسې یې خبرې اوږدې کړې او داسې خبرې وکړې، چې موخه یې له ما سره د ملګرتیا غځول وو.
د دې سړي خبرو مې روحیه ډېره خرابه کړه او له هغې ورځې وروسته مې خپل اعتماد په نفس مات شو.





