د غر غوښې او سیند شورا په ځلوبي کې د کډوالۍ له کړاوونو ډک ژوند

بې‌حده غربت، وزګارتیا او ناامني سبب شوې په دې وروستیو کلونو کې زیات شمېر بدخشاني ځوانان مهاجرت وکړي او د قاچاقبرو په لومو کې راګېرشي. هغوی چې د پناغوښتنې او مهاجرت ترخې لیدلي کیسه کا، چې قاچاقبرو غر ورته غوښه او سیند یې شوروا کړ؛ سخت یې وغولول، تر ایران او ترکیې یې یوړل، اړ یې کړل چې له توانه پورته چارې وکړي؛ ان دا چې یوشمېر یې یرغمل ونیول.

۱۸ کلن شبیر احمد یوه میاشت مخکې له ایران څخه راګرځول شوی دی او یوه موده کېږي چې له یو بانک ځینې یې پور اخیستي او ټکسي چلوي.

شبیراحمد ټیک یوکال له یو ایراني نیک سره مزدوري کړې ده او په زښتې سختۍ توانېدلی چې د کړې مزدورې ۵۰ سلنه حقوق ترې واخلي؛ دغه پیسې یې هم یوازې د قاچاقبر پور کې ورکړي. دغه ځوان چې زښت مات او مړاوی ښکاري وايي، له نیک یې د خپلې کړې مزورې ۴۰ زره افغانۍ غوښتې چې د کار څښتن له سخت غبرګون سره مخ شو او بلاخره د پولیسو له‌خوا بېرته راوګرځول شو.

د مزدورۍ نه ورکړې، نیول، وهل ټکول، سپکاوی، پلورل او له یو قاچاقبره بل ته لاس په لاس کول هغه سختۍ دي چې افغان مهاجران یې د سیمې په هېوادونو کې عملا تجربه کوي.

رحماني یوبل بدخشانی ځوان دی. وايي، قاچاقبرو  راته د یوې ګولۍ ډوډۍ په څېر اسانه کړل لومړی یې ایران او بیا یې د ترکیې تر پولې ورسولو. نه یوازې رحماني د ترکیې خاورې ته وراوښتی نه دی؛ بلکې د پناغوښتونکیو په کمپونو کې د وهلو ټکولو سربېره ټول شته یې د ایران سرحدي پولیس ترې اخیستي.

یوشمېر بدخشانیان چې ګاونډیو هېوادونو ته له مهاجرته زښتې خرابې خاطرې لري وايي، څنګه چې پناغوښتونکي د هېواد له پلو اوړي قاچاقبر سم لاسي یوه ډله له ځانه سره یرغمل کوي ترڅو پيسې یې نغدې شي.

صبور رحیمي چې یوځل ترکیې هېواد ته تللی دی. وایي، دغه یرغمل نیونې ځینې وخت تر ۳ میاشتو دوام کوي.

د بدخشان د بشري حقونو ولایتي کمېسیون مسوولان د مهاجرتونو ورځ تربلې زیاتېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، دولتي شمېرې ښيي ۵۰ سلنه بدخشاني ځوانانو په بېلابېلو دورو کې نامنظم مهاجرتونه کړي دي. د دې دفتر مشره عارفه نوید له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، غربت، وزګاري او ناامنۍ د انساني قاچاقبرو لومې زیاتې کړي دي.

د بدخشان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس شفیق ایوبي وايي، د دې ولایت زیاتره مهاجرین کم‌عمره ماشومان دي؛ چې د کار قانون خلاف او د نړۍ د نورو ماشومانو په څېر له وسه په پورته کارونو ګومارل کېږي.

افغان دولت د انساني قاچاق او مهاجرو قاچاق د قانون پربنسټ مکلف دی چې له دغې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې مرستې او همغږۍ سربېره د انساني او مهاجرو قاچاق له جرمونو سره مبارزه وکړي او د انساني قاچاق جرم مجني علیه ملاتړ او عاملین یې په سزا ورسوي.

د بدخشان د قضايي محکمې رییس او د انساني قاچاق پرضد د مبارزې ولایتي کمېسیون منشي امین الله امیني وویل، د انساني قاچاق او مهاجرو قاچاق ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې مسوول بنسټونه په ځانګړي ډول کشفي او امنیتي ادارې بریالۍ نه دي.

د بدخشان امنیتي مسوولان وايي، زیاتره قاچاقبر په بدخشان ولایت کې موجود نه دی او د نیولو له‌پاره یې باید کورنیو چارو وزارت لاس په کار شي. د دې ولایت د پولیسو امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وايي، د بدخشاني قاچاقبرو شمېره ۲۵ تنو رسېږي چې په نیمروز او روزګان ولایتونو کې استوګن دی او دغه نوملړ یې کورنیو چارو وزارت ته لېږلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور پربنسټ افغان حکومت د انساني قاچاق او مهاجرو قاچاق پروړاندې د مبارزې په برخه کې په ټیټه کچه کې دی. حکومت بیا انساني قاچاق یوه نړۍ‌واله ښکارنده ګڼي او ټینګار لري چې کورني او بهرني بنسټونه باید په دې برخه کې له افغان دولت سره خپلې مرستې زیاتې کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام