
په جلالاباد ښار کې د ډېرو موټرو او رکشاوو له لوګیو راوروسته په ښار او ولسوالیو کې د جوړو شویو فابریکو لوګيو هم هوا ککړه کړېده.
اوسمهال ننګرهار کې نږدې ۲۵۰ لویې او وړې صنعتي فابریکې شته، چې تقریباً ۲۰۰ یې یوازې په جلالاباد ښار کې فعالې دي.
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ادارې مشر فضل ربي همیم له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې کارخونو او فابریکو د جلال اباد ښار هوا ککړه کړېده؛ خو وايي، ټولو فابریکو ته یې د چاپېریال ساتنې لهپاره ځانګړې لارښوونې ورکړېدي.
د همیم پر وینا، دوی وخت ناوخت فابریکې له نږدې ګوري او هغوی چې په لارښوونه عمل نه کوي؛ جریمه کېږي.
د فابریکو جوړول که له یوې خوا د جلالاباد ښار هوا ککړه کړې؛ له بل لوري یې په ښار کې د ډېرې ګڼې ـ ګوڼې له امله ولسي وګړيو ته ستونزې جوړې کړېدي.
د جلالاباد د ۳مې ناحیې اوسېدونکی شریفالله نېکمل د هوا له ډېر ککړوالي شکایت کوي، وايي، په ټول ښار کې لویو فابریکو ترڅنګ وړو فابریکو هم هوا دومره ککړه کړېده، چې هره میاشت په تنفسي ناروغیو اخته کېږي.

د همدې ښار د ۴ ناحیې یو بل اوسېدونکی ذبېحالله بیا وايي، چې دولت دې دوی ته په صنعتي ښارونو کې د فابریکو جوړولو زمینه برابره کړي، چې عام ولس له ناروغیو او ستونزو خلاص شي.
بل پلو د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو ادارې مشر شېرعلم املهوال په جلالاباد ښار کې د صنعتي فابریکو د جوړولو علت په نورو سیمو کې د امنیت نهشتوالی په ګوته کوي.
د ده پر وینا، که په نورو سيمو کې امنيت تامين او فابريکهلرونکیو ته د برېښنا ستونزه حل شي؛ نو دوی به هم له ښاري سیمو هلته بار کړي او خپلې فابرېکې په کې فعالې وساتي.
روغتیا پالان وايي، د هوا ککړتیا د نورو ساري ناروغیو تر څنګ د سږو سرطان هم پیدا کوي.
ننګرهار کې دوه صنعتي پارکونه شته. یو د شېخ مصري په سرهرود ولسوالۍ کې دی، چې ۵۰ فابریکې پهکې فعالې دي او دغه راز بل د روداتو ولسوالۍ اړوند غازيامان اللهخان ښارګوټي سره نېږدې جوړ شوی، چې تر اوسه غیر فعال دی.





