په افغانستان کې ۳ میليونه ماشومان زیانمن دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، سره له دې چې په تېرو ۱۴ کلونو کې د ماشومانو د ساتنې په برخه کې زیات کارونه شوي، خو اوس هم په ټول افغانستان کې ۳ میليونه ماشومان زیانمن دي.

د یاد وزارت مرستیال واصل نور مومند وايي، چې دغه شمېر د کډوالو په راتګ او د هېواد دننه د بې ځایه شویو کورنيو له امله د زیاتېدو په حال کی دی.

نوموړي په هغه خبري غونډه کې، چې د ماشومانو د ساتنې موسسې له خوا د "ماشومانو له پاره د ستراتيژيک پلان د تشریح په موخه" جوړه شوې وه زیاته کړه، دغه ماشومان د د درانه کارونو، د جنسي استفادې، تروریستي بریدونو او نورو له پاره په ټولنه کې کاريږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې همدا اوس په ټول افغانستان کې يو میليون او ۹۰۰ زره ماشومان په کار بوخت دي، چې د دغې شمېرې یو میلیون او ۲۰۰ زره يې د کاروباري مشرانو له خوا په شاقه کارونو بوخت دي.

خو د افغانستان د کار قانون څلورمه ماده وايي، چې پر ماشومانو د شاقه یا درانده کارونو ترسره کول منع دي.

د دغه قانون په ۱۳ مه ماده کې راغلي، چې له ۱۵ کلونو پورته ماشومانو باندې کار کول د ځانګړو شرایطو له مخې جواز لري.

هغه د ماشومانو په برخه کې د افغانستان قوانینو، بشري او د ماشومانو حقونو په برخه کې نړېوال کنسواسیونونو او اسلامي اصولو پر تطبیق ټينګار کوي.

په همدې حال کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ موسسې د ماشومانو له پاره د ۳ کلن پلان له تطبیق څخه خبر ورکوي.

د یادې موسسې مشر وحید احمدزی وايي، چې دغه پلان د یو کمپاین له مخې "تر اخري ماشوم" شعار لاندې پېل شوی او د ۲۰۱۸ م ز کال تر پایه پورې به دوام مومي.

دغه ۳ کلن  پلان به د ماشومانو د ساتنې، تعلیم او نورو روزنیزو کړنو په موخه پلی کيږي.

له بل لوري د یادې موسسې سفیر او د هېواد مشهور سندر غاړی فرهاد دریا د ماشومانو په برخه کې د حکومت پر کړنو نيوکې وکړې او زیاته يې کړه، تر څو د هغو ماشومانو ستونزو ته چې شپه يې د سړکونو پر غاړو وي په جدي ډول رسېدنه و نه شي، نو د زیانمن شویو ماشومانو ستونزې به په بشپړ ډول حل نه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام