پخواني ولسمشر حامد کرزي، په ۱۳۹۱ کال کې د ۴۷۶۲ شمېرې حکم پر اساس د سمنګان اوسېدونکیو ته د یوې هدیرې د جوړولو په پار ۱۷۲ جریبه ځمکه ور بښلې ده. د ولسمشر له لوري هدیرې ته پرته له کوم ځانګړي ځای په نظر کې نیولو د ځمکو دا ډول وېش د دوو ډلو ترمنځ جنجالونه راپورته کړي دي. دغو دوو ډلو کې یوه یې د خرم، سارباغ او رویي کلیو اوسېدونکي دي او بله یې د سمنګان د مرکز ایبک ښار د دواب اوسېدونکي دي.

لومړۍ ډله وايي، ولسمشر حامد کرزي په‌خپل حکم کې د هدیرې له‌پاره ځای نه‌دی مشخص کړی او هېڅ بنسټ حق نه‌لري چې د دوی ځمکه غصب او یا یې خلکو ته ور وبښي. د دوی په باور، د سمنګان د ارشاد، حج او اوقافو ریاست او د ځمکو ادارې له طی مراحلو پرته د ولسي جرګې یو وکیل د جعلي حکم نه په استفادې د دوی ځمکې د هدیرې په نوم غصب کړې‌دي.

د ایبک ښار د دواب اوسېدونکیو په استازولۍ حاجي ثمرالدین ادعا کوي چې دا ځمکه د دواب د اوسېدونکیو ده او کلونه ـ کلونه کېږي چې په‌دې ځمکه کر کوي.

د دواب اوسېدونکي ځانونه د هدیرې د ځمکې څښتنان بولي او دولت او ځېنې خلک غاصبان ګڼي. دویمه ډله مدعیان د خرم، سارباغ، رویي کلیو او د دواب ځېنې اوسېدونکي دي چې د سمنګان ولایت مقامت ته یې په یوې عریضې کې لیکلي دي، سره له‌دې چې د حج او اوقافو ریاست د دې ځمکو د دروازې پر سر د هدیرې لوحه لګولې ده، د دې ځمکې یوه ډله غاصبان هره ورځ خلک تهدیدوي او هڅه کوي چې په‌دې ځمکه ښارګوټی جوړ کړي.په دې عریضه کې د «سیدحبیب» په نوم د یو شخص نوم راغلی دی. ظاهرا دغه شخص د دغې ځمکې شاوخوا قلبه کړې ده. سلام‌وطندار وغوښتل چې له سیدحبیب سره خبرې وکړي؛ خو په دې کار ونه توانېد.

د سمنګان ځمکو اداره وايي، هغه کسان چې د دولتي ځمکو مالکیت ادعا کوي، د مالکیت ثابتولو اسناد نه وړاندې کوي؛ دا ځکه دوی د دې ځمکې د مالکیت اسناد نه‌لري. د ځمکو ادارې ریاست رییس محمدسردار عثماني وايي، په سمنګان ولایت کې زیاتې ځمکې غصب شوې دي، خو کومه ځمکه چې هدیرې ته وقف شوې ده، هغه دولتي ده او هېڅ وګړی په دې سیمه کې چې د مالکیت ادعا لري د ځمکې څښتن نه دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو عمومي مدیریت په ۴۰۲ ګڼه مکتوب کې د هدیرې حدود دا ډول مشخص کړي دي: شمال لور ته دولتي شګلنې غونډۍ، سویل ته یې شکلن سیلرو (د اوبو او باران کنده)، ختیځ لور ته یې دولتي غونډۍ، لوېدیځ ته یې د ایبک ښار په پنځ کیلومترۍ کې دولتي ځمکې او د کابل ـ مزار شریف عمومي لویه لار، د جګه بانده غونډې مخامخ.

د «ولایت مقام منتخب پلاوي» په راپور کې هم دغه حدود تثبیت شوي دي. په دې راپور کې راغلي دي چې دا ځمکه دولتي دي او د نوعیت له پلوه شاړه ده. نظر هغه څه ته چې په راپور کې راغلي دي، هر جریب یې «حضیره عمومي اقوام صدرمرده شهر ایبک»۲زره افغانۍ قیمت ګذاري شوې ده. دغه‌راز اسنادو ریاست د ۱۳۹۱/۱۲/۷ تاریخ په ۱۱۲۵ګڼه مکتوب کې ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته لیکلي دي چې ۱۷۲/۸۰ جریبه د هدیرې ځمکه په ۳۴۵۶۰۰ بیه، قیمت ګذاري شوې ده.

د سمنګان ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوی صفي‌الله سراجي وايي، ۱۷۲ جریبه ځمکه چې دغه ریاست پورې اړوند ده، د ځمکې ادارې جایداد دی؛ خو یو شخص د نامعتبرو اسنادو په درلودو د دغې ځمکې د ۱۰۰ جربیه ادعا کوي.

څه وخت مخکې د سمنګان د والي ویاند صدیق‌الله عزیزي ویلي و چې په تېر یوکال کې د املاکو د شخړو حل کمېسیون په جوړېدو سره ۱۵۰۰ جریبه دولتي ځمکه د غاصبانو له منګولو ژغورل شوې ده. خو ځېنې دوسیې لکه دا یوه، ښيي چې اوس هم دولت توانېدلی نه دی چې د ځمکې غصب پدیدې سره غوڅه مبارزه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام