
احمدشاه هغه ۱۵ کلن کندوزی ماشوم دی چې تازه له ایرانه له خپلو همعمرو ماشومانو سره اسلامکلا ته راګرځول شویدی.
له بېوزلۍ او بېکارۍ نه تېښته او پهخپل ذهن کې ارمانښار ته رسېدل هغه څه وو چې احمدشاه يې اړ کړ چې په ۶ زره جمع کړیو افغانیو سره خپل ارمان پوره کړي او تر ایرانه له کړاونو نه ډکه لاره ووهي.
بالاخره دا ماشوم د سفر له نورو ۳۰ ملګرو سره چې ډېر یې کوچنیان وو؛ له ۳۷ ورځو وروسته په سختو لارو په پليو پښو ایران ته ورسېدلي.
په لاره کې څو ځایه د قاچاقبرانو له لوري لاس په لاس شوي او پلورل شويدي.
احمدشاه خپلې کیسې کې وايي، کله چې کرمان کې یو هوټل ته لاړل، قاچاقبر راغی، دی او یو بل ملګری یې نورو قاچاقبرانو باندې وپلورل، هغوی ورته وویل، که له کوره پیسې راونه غواړي؛ غاښونه او نوکان يې وباسي؛ خو دوی ورته کړل چې پرته له خدایه بل هېڅ نه لري.
ده ته د نارینتوب غرور اجازه نهورکوي چې تېرې ترخې خاطرې ووايي، خو په خواشینې لهجه یې وویل چې څو ځلې په کډوالوشویو ماشومانو باندې د جنسي تېري د صحنو شاهد دی.
احمدشاه مقصد ته له رسېدلو وروسته، د ایران د میوو د وراداتو ډګر کې په سختو کارونو پیل وکړ او د شپې له ۱۱ بجو نه به د ماسپښين تر یوې بجې په ۴۰ زرو ایراني تومانو بوخت و. دې نوي ستړي ځوان له کاري فشار، بېخوبۍ او ستړیا نه د خلاصون لهپاره چرسو، تریاکو او شیشې ته مخه کړې او لهدې نه په استفادې سره یې هڅه کوله چې ځان ته ارام او سکون ورکړي.
خو له احمدشاه سره بخت یاري نهکوي او له ۸ میاشتو سخت کار نه وروسته پهداسې حال کې د پولیسو له لوري زندان ته وړل کېږي چې د خپلې مزدورۍ نیمه برخه یې هم نه وه اخېستې. دی د پولیسو له لوري د ځورېدلو ترڅنګ په سختو کارونو هم ګومارل شویو.
دا یوازې احمدشاه نهدی چې له کډوالۍ او قاچاقه یې ترخې خاطرې تجربه کړېدي. هر کال لسګونه افغان ماشومان د قاچاقبرانو له لوري دوکه او فریب خوري او په ډېرو سختو لارو ایران ته د تګ پرمهال دا ځورېدل تجربه کوي.
صفيالله بل هغه ۱۶ کلن نوی ځوان دی چې څو اوونۍ مخکې د ایران له لوري د هرات اسلامکلا ته را اړول شویدی. دا هم د احمدشاه په شان برخلیک لري. د کار څښتن د ده د ۸ میاشتو او د ده د ماما د زوی د ۹ میاشتو حقوق چې ۸ میلینونه او ۹ میلیونه تومان کېږي، نهدي ورکړي او په پای کې یې هم پولیسو ته په لاس ورکړی چې له سرحده یې افغانستان ته واړوي.
صفيالله هم د ایرانيو پولیسو د بد چلن او وهلو ـ ټکولو نه شکایت کوي او وایي چې پولیسو سختو او اجباري کارونو ته اړ کړیو.
دی زیاتوي، د کار څښتن په پولیسو وپلورل او هغوی پرې د کمپ تشنابونه پاکول.
د ماشومانو د قاچاق د بدو پایلو په اساس، د افغانستان قانونجوړوونکیو د جزايي کوډ د ۵۱۱ مادې په ۲مې فقرې کې د ماشومانو قاچاقبرانو د مرتکبېدلو په صورت کې داسې تصریح لري: کهچېرې مجنيعلیه ښځه یا ماشوم وي، یا د رقصونو په عمل کې تر ګټې اخېستنې لاندې نیول شوی وي؛ مرتکب له لسو کلونو څخه په زیات طویل حبس محکومېږي.

د یونسف پروژې د کار او ټولنیزو چارو رییس غلامرسول عمري له ایرانه د راشړل ماشومانو په هکله وویل، د بېرته راګرځول شویو ماشومانو سره يې ډېرې مرکې کړېدي او د یونسف دفتر ارزونې ښيي چې زیاتره ماشومان ایران ته له شمالي ولایتونو ځي.
ښاغلی عمري وايي، له ماشومانو سره له شویو مرکو ښکاري په ځېنو یې د لارو په اوږدو کې جنسي تېري هم شوي او ځېنو ماشومانو ویل، چې د دوی له ډلې ځېنې یې د سوریې جګړې ته لېږل شويدي.
دی زیاتوي، دوی ته دا هم ویل شوي چې د دغو ماشومانو له ډلې ځېنې پاکستان ته لېږدول کېدل او د بېلابېلو درملو په پيچکارۍکولو سره به یې ځانمرګو بریدونو ته چمتو کول.
د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس جاوید نادم وايي، یوازې په تېرو ۶ میاشتو کې ایرانيو پولیسو په زور ـ زیاتي سره ۳زره او ۵۰۰ ماشومان افغانستان ته راشړلي دي چې د دغو ماشومانو له ډلې د ډېرو هغو کورنۍ لا هم په ایران کې دي.
د ښاغلي نادم د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، د ۱۳۹۶ کال په لومړیو درېیوو میاشتو کې کې له ایرانه افغانستان ته په جبري توګه ۳۷زره او ۱۱۹ تنه او ۳۸۰ کورنۍ راشړل شوېدي.
دی همداراز وايي، په راشړل شویو کې پر ماشومانو سربېره ۴۱ بېسرپرستې مېرمنې، ۳۹۶ ناروغان، ۹۹ روږدي، ۴۲ تنه معلول کسان او ۱۰۲ تنه ډېرعمره کسان دي.
په هرات کې د بشري حقونو ساحوي کمېسیون مشر عبدالقادر رحیمي وايي، د ماشومانو قاچاق په سیستماتیک او دوامداره توګه روان دی. د ښاغلي رحیمي په خبره، د قاچاقشویو ماشومانو له کیسو له ورایه ښکاري چې افغاني او ایراني قاچاقبرانو او دغه راز د کار څښتنانو ترمنځ ډېر زیات پټ جوړجاړی موجود دی.
هغه زیاتوي، له ایرانه بېرته راګرځولشویو ماشومانو یوې ډلې ورته کیسه کړې چې ۳۰ تنو په یوې سترې کروندې ۶ میاشتې کار کړی او په یوې شپې ایراني پوځیان راغلل او دوی له ایرانه راوويستل او ټول مزد یې د کارڅښتن ته ورپاتې شو.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، د افغانستان، ایران او د ملګرو ملتونو سازمان کمشنرۍ ترمنځ د درېاړخیزې هوکړې پر اساس، د افغان پناهغوښتونکیو ټولې اړوندې چارې د درېیوو خواوو په ګډې همکارۍ سره مدیریت کېږي.
جیلاني فرهاد زیاتوي، هر کله چې پهدې برخه کې د سرغړونو او د پناهغوښتونکیو په اړه شدت زیات شي او راپور ترلاسه کړي؛ له مرکز سره یې شریکوي.
په هرات کې د ایرن کونسلګري هم وايي، افغانان په لاسوندونو او بې پاسپورته ایران کې نهشي استوګنېدلی.
که څه هم انساني قاچاق او کډوالو قاچاق جرم ګڼل له ماشومانو د ملاتړ او ساتنې په برخه کې یو مثبت ګام دی؛ خو د قانون نه حاکمیت او د قاچاقبرو په تعقیب کې سستي د قاچاقبرانو د سازمان شوي پراخ فعالیت لامل شویدی او زرګونه افغان کمکي ځوانان او ځوانان یې قرباني شويدي.





