امریکا به له پوهنتونو ۳زره فارغې شوې ښځې وروزي

د ښځو کارزده کړې له پاره د امریکا پراختیايي سازمان او د کار، ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت ترمنځ د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه لیک له مخې به هغو ۳ زرو ښځو ته، چې له پوهنتونو فارغې شوې او په دولتي ادارو کې کار کوي پراختیايي برنامې په پام کې ونیول شي.

دغه څلور کلن پراختیايي پروګرام به په څو دورو کې پلی شي او هر دوره به يې ۹ میاشتې وخت ونیسي.

د راپور له مخې هرې فارغې شوې ښځې ته بیا له ۹ میاشتو فراغت وروسته د یو کلن کاري تجربې سند ورکوي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې امریکا په ورستیو ۱۰ کلونو کې له افغانستان سره  ۸۹ میلیارډ ډالرو مرسته کړې ده.

داسې ویل کيږي، چې امریکا د نورو هېوادونو په پرتله تر ټولو زیاته مرسته له افغانستان سره کړې ده.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، که چېرې د افغانستان ۲۹ میلیونو وګړو باندې د امریکا مرستې وویشل شي، نو هر یوه ته به يې ۳۰۰ ډالره ورسيږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام