د سرپل ولایت مقام کې «اخلاقي فساد»

د سرپل د والي د یارو په څنګ کې د څوو ښځو سره یوځای عکسونو له خپرېدو وروسته حکومتي سرچینې د دې ولایت په مقام کې د اخلاقي فساد خبر ورکوي.  

یوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې د سرپل د والي یاور له خپلو صلاحیتونو نه په ګټنې د ولایت مقام د شپې له لوري د خپل «وخت‌تېري» په توګه کاروي.

په ولسي جرګه کې د سرپل استازی حمیدالله بیک هم دا موضوع تاییدوي او وايي چې ده ته هم دا ډول اطلاعات رسېدلي دي. ښاغلی بیک له مسوولانو د دې قضیې د څېړنو غوښتنه کوي او زیاتوي، هغه څوک چې له وظیفوي صلاحیتونو ناسمه استفاده کوي، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د خواله رسنیو چلوونکي دا تصویر د ثبوت له‌پاره د اخلاقي فساد په نامه لاس‌په‌لاس کوي.

د سرپل اوسېدونکي هم د دې ولایت د والي یاور خالد ترکمن عکسونه خپرولو په غبرګون کې وايي چې د محلي حکومت په جوړښت کې د دا ډول موکې‌طلبو کسانو موجودیت؛ د حکومت په اړه د دوی نظر بدل کړی‌‌دی.

دوی له مرکزي حکومته غواړي چې د سرپل ولایت مقام ژر تر ژر پر اخلاقي فساد د ککړو کسانو له حضوره پاک کړي.

خو د سرپل د والي یاور خالد ترکمن دا ادعاوې ردوي او خپاره شوي تصویرونه جالي بولي. هغه وايي، هغه ښځې ـ چې په‌دې تصویر کې ځای شوې‌دي ـ ده کله هم نه‌دي لیدلي او نه یې پېژني.

د سرپل والي عبدالقادر اشنا هم دا تصویرونه د ولایت مقام پر وړاندې تبلیغات بولي او وايي چې دا خبرې حقیقت نه‌لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام