سرور دانش: ککړه هوا له کورونا ویروسه ډېره خطرناکه ده

د پاکې هوا له نړیوالې ورځې سره هم مهاله د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ککړې هوا له کبله د خطرونو په اړه خبرې کوي. د دانش په خبره، ککړه هوا له کورونا ویروس نه ډېره خطرناکه ده او راروان ژمی د هوا د ککړتیا د کمولو مدیریت لپاره باید جدي تدابیر په پام کې ونیول شي.

د ولسمشرۍ ریاست دویم مرستیال وايي، عمومي بې‌وزلي او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې کمه بوديجه د هوا ککړتیا د مدیریت په وړاندې له اساسي ستونزو ګڼل کېږي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي هم وویل، د ککړې هوا د کچې کمولو لپاره د مسوولو ادارو ترمنځ سمه همغږي نشته او جدي اړتیا ده چې هره اداره په خپل مسوولیت سره په دې برخه کې ګام پورته کړي.

میوندي وايي، د هېواد ۹۰سلنه د هوا ککړتیا د ټرانسپورټ، انرژي او صنايعو سکټورونو له کبله ده او دا ادارې باید د پاکې هوا لرلو لپاره هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس د کارخونو، د سوداګریزو ښارګوټو او د خښتو د بټیو له مالکانو غواړي چې هرڅه ژر د دود د تصفیې فلټر نصب کړي.

د راپورونو پربنسټ د نړۍ ۹۱ سلنه ټولنه د هوا ککړتیا له خطر سره مخ ده او کال کې یوازې ۷میلیونه کسان ککړې هوا له کبله مري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام