سهار وختي مې دفتر هغو مراسمو ته د ورتګ په موخه پرېښود چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی په پار جوړه شوېوه.
پهدې غونډې کې کلیوالې او ښاري ښځې په رنګارنګ څوکیو ناستې وې او د ویناوالو خبرو ته غوږ وې.
د قیمتګل د ژوند داستان زما په ګډون د ټولو ګډونوالو پام ځانته اړولی و.
قیمتګل په جوزجان ولایت کې د دې مېرمنې مستعار نوم دی، له خپلو ستونزو یې ملګرو ته کیسه کوله.
هغه وايي چې پلار یې د ۸۰۰ زرو افغانیو په بدل کې ۴۰ کلن سړی باندې پلورلې وه.
قیمتګل کیسه کوي، له څلوېښت کلن سړي سره ـ چې قمارباز هم و ـ د نارضایتۍ له امله اړ شوه چې له کوره وتښتي او له هغه هلک سره واده وکړي چې د دې خوښ و.
قیمتګل په ډکو سترګو وايي چې د خپلو خویندو راتلونکې ته اندېښمنه ده.
منېژه بله هغه ښځه ده چې په زور واده ته اړ شوېوه. د خپلو خبرو د ثبت اجازه یې را نهکړه؛ خو ویې ویل چې ۴ کاله مخکې چې ۱۳ کلنه وه؛ یو ۳۵ کلن سړي ته په نکاح شوه او هره ورځ د دې لهپاره چې ماشوم یې نه کېد؛ ځورول کېده.

کلثوم د دې غونډې یوه ګډونواله وه او هغې د خپلې خورزې د ستونزو یادونه وکړه چې هغه هم د زور واده ته اړ شوېوه.
کلثوم له ښاره لېرې اوسېږي او وايي چې په کلي کې یې نجونې په زور ـ زیاتي سره ودېږي.
په جوزجان کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر مسووله مغفرت صمیمي وايي چې په تېر کې هم له کوره د ښځو او نجونو د تېښتې قضیې وې؛ خو په روان کال کې دا ستونزه ډېره شوېده.
د اغلې صمیمي په خبره، د تېرکال په پرتله روان کال کې د تېښتې پېښو شمېر دوه برابره ډېر شویدي.
د جوزجان د ښځو چارو ریسه نجیبه قریشي وايي چې سږکال له دوی سره د زور ودونو او له کوره د تېښتې پېښې ثبتې شوي؛ خو کره شمېر یې نه خپروي.
د جوزجان یو شمېر دیني عالمان هم په واده کې د نجلۍ او هلک رضایت لومړنی شرط ګڼي.
خو داسې ښکاري چې خلک دیني لارښوونو ته کم پام کوي او له هر څه لومړی خپلو ضدي منفي دودونو ته لومړیتوب ورکوي.





