ولسمشر له مصیبت ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه برګ‌مټال ته تللی

وروستیو واورو او ایمالونو(واورې ښویېدنو) د ځینو نورو ولایتونو سربېره نورستان ولایت هم سخت و ځاپه. یوازې د هغه ولایت په برګ‌مټال او ځینو نورو ولسوالیو کې د واورې اورښت او ایمالونو د شنبې او یک شنبې په ورځو له ۸۰ د ډېرو کسانو ژوند واخیست او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن (د سلواغې په ۱۹ ) د سیمه ییزو چارواکو او په ملي شورا کې د نورستان استازو په ملتیا د پېښې قرباني کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه ناورین ځپلې سیمې ته سفر وکړ.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني د پېښې په ځای کې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې قرباني شویو کورنیو ته د لا ډېرو مرستو رسولو تر څنګ دې د ټپیانو ښه درملنه هم وکړي.

شاه حسین مرتضوي وویل، ولسمشر د نورستان د خلکو ستونزې او د هغوی پیغامونه واورېدل او د حل په برخه کې یې ژمنه وکړه.

د مرتضوي پر وینا نورستان ته یو اندازه بېړنۍ مرستې رسېدلي او د سفر پرمهال ولسمشر د نورستان له وکیلانو او ځايي خلکو سره خبرې کړي، چې د اوښتو زیانونو او د مرستو په اړه به ګامونه واخیستل شي.  

په ورته وخت کې د نورستان ولایت سرپرست والي حافظ عبدالقیوم سلام وطندار ته وویل، چې نن یې هم د ۵۳ ولسي خلکو مړي خاورته سپارلي دي.

واورې ځپلو له پاره د مرستو راټولولو ولسي هڅې

دغه راز ولسي وګړو او مدني فعالانو په جلال اباد او د کونړ په مرکز اسعداباد کې د برګ‌مټال مصیبت ځپلو کورنیو له پاره د مرستو راټولولو په موخه خیمې درولې دي.

دوی وايي، چې د نورستان او ختیځو ولایتونو د مصیبت ځپلو له پاره به تر راتلونکو ۳ ورځو پورې دا کمپاین روان وساتي او راټولوې شوې مرسته به اړمنو کورنیو ته ورسوي.

وروستیو اوروښتونو د ټول هېواد په کچه د شاوخوا ۱۵۰ کسانو ژوند واخیست، چې ۸۳ یې یوازې په نورستان کې ووژل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام