
له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په ډېری ولایتونو، په تېره مرکزي ولایتونو کې د درنو واورو اورېدو او توپانونو د غور، بامیان او ډایکنډي ولایتونو لارې له ولسوالیو او هم له پلازمېنې کابل سره د مسافرو پر مخ تړلې دي.
د غور- کابل او غور–هرات لویو لارو یو شمېر مسافرو سلاموطندار ته ویلي چې د تېرې شپې ډېرې واورې او سخت توپان له امله د غور– کابل لویې لارې په کرمان سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې پنځوس مسافر په واورو کې بند پاتې دي.
دغه مسافر وايي، که دولت د دغو لویو لارو د پرانستلو لپاره لاس په کار نه شي، ګڼ مسافر به خپل ژوند له لاسه ورکړي یا به هم له سختو ستونزو سره مخ شي.
پر یادې لویې لارې بند پاتې مسافر رحیمه او حسن وايي، څلور موټره خلک چې ماشومان او ناروغان هم پهکې دي او د خوراک او څښاک لپاره هېڅ نه لري، په کرمان سیمه کې بند پاتې دي.
د دوی په وینا، له تېرو اته څلوېښت ساعتونو راهیسې په واورو کې بند پاتې دي، خو تراوسه یې د ژغورلو لپاره هېچا اقدام نه دی کړی.
بلهخوا د غور د ټولګټو ریاست رییس عبدالمجید صمیم وايي، د تېرې شپې سختې واورې د غور- کابل او غور – هرات لویې لارې او دغه شان د دغو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لارې د مسافرو پر مخ بندې کړې دي.

صمیم زیاتوي، طالبانو د غور – هرات لویې لارې د پاکولو مخه نیولې او د دوی ټیم ته یې اجازه نه ده ورکړې چې لاره له واورو پاکه کړي.
په ورته وخت کې د بامیان او دایکندي ولایتونو د ټولګټو ریاستونو مسوولانو سلاموطندار ته ویلي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې ډېرو واورو او سختو توپانونو د دغو دوو ولایتونو ټولې مواصلاتي لارې بندې کړې دي.
د بامیان ولایت د ټولګټو ریاست مرستیال غلامنبي قمبري او د دایکندي د ټولګټو ریاست رییس خداداد سیرت وايي چې د تړل شویو لارو د بیا پرانستلو کار روان دی.
د نوموړي په وینا، له تېره ورځې راهیسې له ۲۵ تر ۳۰ سانتي مترو واوره شوې چې له کبله یې د بامیان ولایت له یکاولنګ، شیبر او پیغان لارو پرته نورې ټولې دي.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کابل – بامیان لویه لاره د حاجي ګک کوتل، د بامیان – دایکندي لاره په شاتو او قوناق کوتلونو کې، د میدان وردګ او بامیان لویه لاره او د غور – بامیان لاره په کرمان کوتل کې د ډېرو واورو اورېدو له امله بندې شوې دي.





