
د بامیاني تاجکو عدالت غوښتنې غورځنګ وایي، د دې ولایت سیمه ییز حکومت له تاجک توکمو سره تبعیضي او دوه ګونی چلند کوي.
د دې غورځنګ غړو نن (یک شنبه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د بامیانو سیمه ییز حکومت په دې ولایت کې د مېشتو تاجکانو سره په لټۍ او تعصبي چلند تورن کړ او وايي، چې د وادنیو جوړولو اجازه نه ورکوي.
خو سیمه ییز چارواکي بیا وایي، د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) تېر کال له افغانستان نه غوښتنه کړې وه، چې د بامیانو ښار په شنو او سرو سیمو کې د خپل سرو ودانیو جوړولو ته اجازه ور نه کړي، کنه بامیان به د نړۍ د فرهنګي میراثونو له نوملړ څخه وباسي.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي، په همدې خاطر دوی د لرګیو پلورنځي او هټۍ بلې سیمې ته ولېږدولې، خو د سیمه ییز حکومت دغه ګام د بامیانو د ځینو ښاریانو له مخالفت سره مخ شو.

سره له دې د تاجکانوعدالت غوښتنې غورځنګ غړی محیالدین فرهمند، وایي، چې د حقیقت موندنې کمېسیون د بامیانو ښار د شنو او سرو سیمو په اړه څو مخیز رپوټ چمتو کړی او مرکزي حکومت ته یې استولی، خو سیمه ییز چارواکي بیا د دې کمېسیون په پرېکړه سترګې پټوي.
د فرهمند په وینا د بامیانو د زاړه بازار بیارغونه او د فرهنګي ماسټر پلان تعدیل د حقیقت موندنې کمېسیون له پرېکړو څخه و.
دی وايي، له ولسمشرۍ ماڼۍ مو ځانګړې غوښتنه دا ده، یوکمېسون جوړ کړي، ترڅو ټول هغه موارد عملي کړي، چې حقیقت موندنې کمېسیون یې پرېکړه کړې؛ ځکه چې سیمه ییز حکومت کابو ۵ میاشتې کېږي، د حقیقت موندنې کمېسیون پرېکړه نه ده عملي کړې او له تاجکانو سره دغچ اخیستنې چلند روان دی.
د بامیانو یو شمېر اوسېدونکو چې په دې خبري غونډه کې ګدون کړی وو، ادعا کوي سیمه ییز حکومت د دوی ځمکې غصب کړي او اجازه نه ورکوي، په خپلو ځمکو ودانۍ جوړې کړي.

اعتراض کوونکی محمد یاسین وايي، شرعي قبالې په لاس لري، خو په ځمکو یې ښارګوتي جوړي او زیاتوي، چې په دې ولایت کې تاجکانو او ان پښتنو ته د کاروبار اجازه نه ورکول کېږي.
د بامیانو بل استوګن شکیب رحیمي وايي، که حکومت د سولې او ټیکاوو غوښتونکی وي، نو ټولنیز عدالت دې ټینګ کړي او اجازه دې نه ورکوي، خلک له نظام نه خوابدي شي او د مخالفینو لیکو ته ورشي.
د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمن احمدي سلام وطندار ته وویل، سیمه ییزه اداره د دې ولایت د ټولو خلکو په خدمت کې ده او د هېچا ځمکه نه ده غصب شوې.
دی وايي، که د کوم چا ځمکه غصب شوي وي، عدليي او قضايي ادارو ته دې مراجعه وکړي او زیاتوي، چې بامیان فرهنګي ماسټر پلان لري او د قانون پربنسټ د همدې ماسټر پلان له مخې باید ودانې جوړې شي.





