
د غزني ښار د نواباد سيمې يو شمېر اوسېدونکيو نن ځکه اعتراض وکړ چې تېره ورځ د احمدشاه مسعود د ۱۹تلين په مناسبت د هغه د پلويانو له لوري د سيمې خلکو ته سپکاوی او مالي زيان رسېدلی.
معترضان ادعا کوي چې تېره ورځ د احمدشاه مسعود پلويانو د خلکو د لسګونو موټرو ښيښې ماتې کړې دي.
د معترضانو له ډلې يو يې سلاموطندار ته وايي، زيان ليدونکيو کسانو نن اعتراض کړی؛ خو پوليسو پر معترضانو ډزې کړي او ۱۰ کسان يې ټپيان کړي دي.
د غزني د امنيې قومندانۍ مسوولانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي. خو د ياد ولايت د روغتون رييس بازمحمد همت وايي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
غزني کې د احمدشاه مسعود د پلويانو له ډلې يې یو شمېر يې وايي چې پيل کې د سيمې د اوسېدونکيو له لوري ورباندې بريد وشو چې وروسته بيا دوی هم غبرګون وښود.





