
د غور د لعلوسرجنګل ولسوالۍ د تلخک کلي یو شمېر اوسېدونکي سلام وطندار ته وايي چې د سرې میاشتې ادارې د دوی په کلي (تلخک) کې یو روغتیایي مرکز جوړ کړی؛ خو په ولسي جرګه کې د غورز استازې رقیې نایل یاد روغتیايي مرکز تړلی دی.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې رقیې نایل دا مرکز ځکه تړلی چې د خوښې وړ کسان یې پهکې نهدي ګومارل شوي.
د غور د لعلوسرجنګل ولسوالۍ د تلخک سیمې اوسېدونکي زیاتوي چې څو ځلې یې دا ستونزه د غور د ولایتي شورا له غړیو او محلي ادارې له چارواکیو سره شریکه کړې؛ خو تر اوسه یې هیڅ هم نهدي کړي.
د غور د ولایتي شورا غړې کلثوم رضایي هم دا موضوع مني او وايي چې د دې مرکز په تړلو سره د خلکو ستونزې ډېرې شوېدي او دوی له خلکو سره په همغږۍ د دې روغتیایي مرکز د بیا پرانیستلو لهپاره هلې ـ ځلې کوي.

د ولسي جرګې د غړې رقیې نایل د نظر اخېستلو هڅه مو هم وکړه؛ خو له پرلهپسې ټیلیفوني اړیکو وروسته بیا هم بریالي نهشولو.
خو د غور د سرې میاشتې ادارې مشر صبغتالله ابراهیمي وايي چې دغه روغتیايي مرکز له څلورو کلونو را پهدېخوا د حکومت د مرکزي چارواکیو د پرېکړې په اساس تړل شوی.
د ښاغلي ابراهيمي په وینا، د دوی او روغتیا ریاست په همغږۍ سره اوسمهال د یاد روغتیايي مرکز پرسونل په ولسوالۍ کې په ګرځنده ډول کار کوي؛ ځکه خو یې پخوانۍ وداني خالي شوېده.
د غور د لعلوسرجنګل ولسوالۍ د تلخک کلي اوسېدونکي ګواښ کوي؛ کهچېرې حکومت بېرته دا روغتیايي مرکز پرا نه نیزي؛ پراخه اعتراضونه به وکړي.





