
د کابل خونړي برید په غبرګون کې د "بدلون پاڅون" په نوم د نوي خوځښت سرلارو د چهارشنبې په ورځ کابل کې د خبري غونډې پرمهال د خپلو د وژل شویو ملګرو د دوسیو څیړنې بهیر پ رڅرنګوالي نیوکه وکړه او زیاته يې کړه، چې حکومت د جنبش رستاخیز تغییر پر غړو په برید سره بشري او مدني ارزښتونه تر پښو لاندې کړي دي.
د یاد خوځښت یوه سرلاري کریم الله هم سخن له بشري حقونو څار بنسټونو او نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د جنبش رستاخیز تغییرد وژل شویو غړو دوسیې باید په جدي توګه وڅاري او حکومت په هغو کې ناغیړي او لاسوهنې ته پرې نهږدي.
د یاد خوځښت سرلاري غواړي، چې د ګارنیزون او د کابل امنیه قوماندانان باید څارنوالۍ ته ور وپیژندل شي.
په همدې حال کې د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، چې د جنبش رستاخیز تغییر د وژل شویو غړو دوسیې به په عادلانه او بې پرې بڼه وڅیړل شي.
«دغه بهیر په پوره توګه روڼ او خپلواک دی او موږ همدارنګه د جنبش رستاخیز تغییر له غړو او د دغه لاریون له قربانیانو وغوښتل چې راشي او دغه بهیر وڅاري.»
د جنبش رستاخیز تغییر سرلاري خبرداری ورکوي، چې که حکومت یې غوښتنې په پام کې ونه نیسي، دوی به له دې وروسته اړین ګامونه پورته کړي.





