د ستندرد ملي ادارې په نوې څېړنه کې راغلي، چې په نفتي موادو لکه ډیزل او پټرولو کې د سلفر او سرب عناصرو شتون سرطان زیږونکی نه دی.
مجیب الرحمان خطیر د ستندرد ملي ادارې تخنیکي مرستیال د سې شنبه په ورځ په خبري غونډه کې رسنیو ته وویل، چې دغه څیړنه د روان کال په حمل میاشت کې پیل شوې وه او تر سرطانه پورې یې دوام وکړ.
د خطیر پر وینا دغې ادارې د هر اړخیزو څیړنو له پاره ۱۲۰ نمونې د پترولو تیلو څخه او ۱۲۱ نمونې یې له ډیزل تیلو څخه د کابل، هرات، نیمروز، بلخ، فاریاب، کندز، ننګرهار، او کندهار ولایتونو څخه راټولې کړې دي او لابراتوار ته یې لیږلي دي.
د څېړنې له مخې دغه اداره وايي، چې د سلفر عناصرو کچه په ډیزل تیلو کې ۰،۵ سلو کې ده او دا کچه ستندرد حالت سره برابره ده.
د ستندرد ملي ادارې تخنیکي معاون وایي چې د سرب عنصر کچه په پترول تیلو کې ۰،۰۱۳په سلو کې ده ، دا په داسې حال کې ده چې په هغو ۸ نمونو کې چې په ولایتونو کې راټولې شوې دي د سرب کچه د پترولو په ۱۲۰ نمونو کې ۶،۶۷ په سلو کې ښودل شوې ده.
د ستندرد ملي ادارې ريیس نقیب الله فایق وایي، چې د دغې ادارې څیړنې به هغه وخت بشپړې شي، چې ټول هغه عناصر چې د هوا د ککړیدو لامل کیږي او د تنفسي ناروغیو خطرات منځ ته راوړي په سمه توګه وڅیړل شي.

فایق په دې باور دی، چې د پترول او ډیزل تیل چې په لویو ښارونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي نورو کلونو ته په کتو سره یې کیفیت ښه شوی دی.
د ستندرد ملي ادارې رییس وایي، چې د هوا د ککړیدو د لاملونو د پیدا کولو له پاره باید د نفتي موادو کیفیت، او همدارنګه نور لاملونه لکه د موټرونو زوړوالی او د کارخانو زاړه ماشینونونه باید وڅیړل شي.





