
د ملي شورا د غړیو په ګډون د لوړپوړو حکومتي چارواکو د شتمنیو د ثبت په اړه د کابینې له پرېکړې د درې اوونیو په تېرېدو سره، د چارو ادارې ویلي چې ګڼشمېر چارواکو د کابینې پرېکړه جدي نه ده ګڼلې.
د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه لیکلي، د کابینې د پرېکړې له مخې، د ملي شورا د غړیو په ګډون، د دولت لوړپوړو چارواکو باید د زمري میاشتې تر شپږمې نېټې پورې د دې ادارې د شمتنیو د ثبت په ریاست کې ثبت کړي، خو په وینا یې، تر اوسه دا کار نه دی شوی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چنګاښ په ۱۶مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د کابینې پرېکړه کړې، څو د کابینې ټول غړي، والیان، د ملي شورا غړي او نور لوړپوړي دولتي چارواکي باید په درې اوونیو کې خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
د چارو ادارې لوړپوړو دولتي چارواکو ته د زمري تر دیارلسمې وخت ورکړی چې خپلې شتمنې له دې ادارې سره ثبت کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند تر دې مخکې ویلي و، که دا پروسه بشپړه نه شي، مالیې وزارت ته لارښوونه شوې، څو د هغو لوړپوړو چارواکو معاشونه بند کړي چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ویلي، که لوړپوړي دولتي چارواکي د زمري میاشتې تر دیارلسمې خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي، نومونه به یې خلکو ته ور وښيي.





