
د عامې روغتیا وزارت په کابل کې په کرونا اخته ۵ شکمن کسان پېژندلي دي.
د یاد وزارت وياند وحیدالله مایار، سلاموطندار ته وايي چې په هرات، کابل، غور او بغلان ولايتونو کې د کرونا ويروس ۱۵ شکمنې پېښې ثبت شوې دي.
د مايار په وينا، له دې ډلې يوه پېښه په بغلان، يوه په غور، ۳ په هرات او ۱۰ پېښې هم په کابل کې ثبت شوي چې تر اوسه پورې پنځه يې منفي تشخيص شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د داسې پېښو د ثبت خبر ورکړل شو چې ځينې منفي او يوه يې په هرات کې مثبته وګڼل شوه.
د عامې روغتیا وزارت هم له هغو ټولو کسانو چې په دې وروستیو کې د ایران له قُم ښار نه راستانه شوي، غوښتنه کوي چې تر دوو اوونیو پورې په خپلو کورونو کې پاتې شي او که د کرونا نښې ولري، روغتیايي مسوولانو ته دې خبر ورکړي.
په دې تړاو:





