په خوست ولایت کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي

د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې د زیات اورښت له امله ۶ مېرمنې ۸ ماشومان ۳ نارینه وژل شوي دي.

د دې ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس شادمل هلال سلام وطندار ته وویل، چې تېر ماښام د اورښت او زیاتو سېلابونو له امله په علي شېرو او صبریو ولسولیو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

بل خوا د دې ولایت ویاند محمد مبارز ځدراڼ سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې تېر ماښام د زیاتو سېلابونو له امله د صبریو ولسولیو اړوند د یعقوبیو په سیمه کې سراچه ډوله موټر کې د یوې کورنۍ ۷ کسان وژل شوي دي.

د شادمل په خبره، چې یاد کسان ګاونډې هېواد پاکستان ته د ناروغیو د علاج په موخه تللي وو او بېر ته خپل هېواد د راتللو پر مهال یې په لاره کې د زیات اورښت له امله موټرې په سېلابونه کې بند پاتي شوي، چې ۱۰ کسان يي د علي شېرو ولسوالۍ اړوند د هارون خېلو په سیمه کې وژلي دي. په وژل شویو کې ۴ ښځې، ۴ ماشومان، ۲ نارینه شامل دي.

د نوموړي پر وینا، په وژل شویو کې ۸ يي د یوې کورنۍ غړي دي.

شادمل هلال سلام وطندار ته زیاته کړه، چې په صبریو ولسوالۍ کې ۷ کسان وژل شوي، چې دوې یې ښځې، ۴ ماشومان او نارینه دی.

نوموړي وویل، چې مړه شوي ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

خو یو عیني شاهد بیا وايي، چې د سېلابونو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۶ مېرمنې ۸ ماشومان او ۳ نارینه په کې شامل دي.

نصرت الله د خوست ښار لودیځ برخه کې هغو پنځو وژل شویو کسانو ته قبرونه کیندل، چې څلور يي ماشومان وو.

ده وویل وژل شوي کسان یې کلیوال دي، چې پنځه یې وژل شوي او دوه نور يي ټپيان دي.

د خوست ملکي روغتون یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې خپله سیمه ته تللي او ۱۷ جسدونه یې لیدلي دي، چې د سېلاب له امله وژل شوي، چې ښځې، ماشومان او نارینه په کې شامل دي.

تېره شپه په نورستان ولایت کې هم د ډېر اورښت له امله راوتلیو سېلابونو مرکز پارون ته ورغلې لارې تړلي، خو ویل کېږي، چې دې سېلابونو ځاني زیان نه دی اړولی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام