
د ولسي جرګې څوکۍ ته د نوماند په توګه د وګړي نوملیکنې یو شرط د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د زرو ګڼو پېژندپاڼو وړاندې کول دي او هغه څوک چې غواړي ولسي جرګې ته نوماند شي باید له خپلو پلویانو دغه شمېر پېژندپاڼې راټولې او د ټاکنو کمېسیون ته يې وړاندې کړي.
خو ځېنې هغه کسان چې غواړي ځان ولسي جرګې ته نوماند کړي دغه پېژندپاڼې اخلي.
نورالدین خټګر دی. هغه سلاموطندار ته وویل، یو ملګري يې ترې غوښتې چې خپله پېژندپاڼه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې پر هغه وپلوري خو دی په تمه دی چې د پېژندپاڼې بیه يې نوره هم لوړه شي.
د نورالدین ملګري شفیق هم پرېکړه کړې چې خپلې تذکرې پرهغه چا وپلوري چې زیاتې پیسې ورکوي.
نوموړی وايي، دمګړۍ د هرې پېژندپاڼې بیه ۳۰۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
شفیق زیاتوي، له ملګرو او دوستانو يې ۲۳ پېژندپاڼې راټولې کړې دي او هیلهمن دی چې له یو شتمن کس سره هوکړې ته ورسیږي.
دی وايي، سرلهاوسه یې رییس ورته ویلي چې پر یوې ګڼې پېژندپاڼې ورته ۱۰۰ ډالره اخلي، خو اوس یوازې ۱۰۰۰ افغان ورکوي.
مخکې تردې هم د پروان ولایتي شورا یو غړي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي و چې هره پېژندپاڼه د ۱۰۰۰ افغانیو تر ۱۰۰ ډالرو پلورل کېږي.

د پوهنتون استاد اکرام عارفي باوري دی چې په دې ځانکړي شوي مورد کې کومه قانوني ستونزه نه شته خو دا چې خلک رایه له پیسو سره بدلوي دا کار کولی شي فساد رامنځته کړي.
ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد له خلکو وغوښتل چې خپلې پېژندپاڼې د پیسو بدل کې د هغو کسانو په واک کې ور نه کړي چې غواړي ځانونه نوماند کړي.
د ښاغلي صیاد اصلي اندېښنه د جعلي پېژندپاڼو پېر او پلور مسله ده چې نوموړی د نفوسو د احوالو ثبت له ادارې غواړي د دغه کار مخه ونیسي.
د نفوسو د احوالو ثبت ادارې ویاند روح الله احمدزی د دې اندېښنې په غبرګون وايي ترهغو چې سیستم کمپیوټري نه شي د درغلیو شونتیا شته خو اداره يې د درغلیو مخنیوي لهپاره حل لار ترلاس لاندې نیولې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي د احتمالي درغلیو مخنیوي لهپاره د نفوسو د احوالو ثبت ادارې سره په اړیکه کې دی او له یادې ادارې يې غوښتي د هغو کسانو ډېټابیس کمېسیون ته ورکړي چې پېژندپاڼې لري.





